ارشیف

د ملګرو ملتونو عمومي منشي: د ذروي جګړې له لوی خطر سره مخ يو

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش د ذروي جګړې په اړه انديښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د دې جنګ خطر ډېر زيات دی.

نموړي نن (چهارشنبه، ۱۹ د سلواغې) په يوه ټويټ کې ليکلي: «موږ تر لسيزو وروسته له لوی ذروي جنګ سره مخ يو چې شونې ده تصادفا او يا هم قصدا شروع شي.»

ګوتريش ويلي، چې له ذروي وسلو په اصطلاح «تاکتيکي» استفاده کول ناسم دي.

ده ټينګار کړی چې ذروي وسله لرونکي هيوادونه بايد په هر وخت او ځای کې د دې وسلو له کارولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسيې او اوکراين تر منځ جګړې د ذروي وسلو د کارولو خطر زيات کړی دی.

لوېديځوال اندېښمن دي چې ښايي روسيه په دې جګړه کې ذروي وسلې وکاروي.