اطلاعات روز: د هلمند اوسیدونکي شکایت کوي چې کندهار ولایت ته تلونکي لیني موټر له دوی څخه د پخوا په پرتله دوه برابره لوړه کرایه اخلي.
خلک وايي، د اقتصادي ستونزو له کبله د لوړې کرايې ورکولو وس نه لري او د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې دغه کرایې دې د تېر په پرتله ټیټې کړي.
د هلمند ولايت د نهرسراج ولسوالۍ يو اوسيدونکی محمدګل وایي، چې په تيرو وختونو کې د هلمند څخه د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ پورې فلډر موټر د سړي سر ۱۰۰۰ کالدارې کرایه اخيسته خو، اوس یاده کرایه ۲۰۰۰ کالدارو ته پورته شوې.
نوموړی په هلمند ولايت کې د طالبانو د ترانسپورټ له مسوولينو غوښتنه کوي چې په دې ولايت کې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو کرايې ټيټې کړي.
د نادعلي ولسوالۍ اوسيدونکی محمدولي چې غواړي کندهار ولايت ته سفر وکړي وايي، چې که څه هم اوس مهال د تيلو قيمتونه ټيټ شوي خو، موټر چلونکي لاهم له دوی څخه لوړه کرايه اخلي.
نوموړي د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د خلکو ستونزو ته دې پاملرنه وکړي.
خو موټر چلوونکي بیا د طالبانو لوړ ترانسپورټ او د تیلو لوړې بیې هغه څه یادوي چې له امله یې دوی کرایې لوړې کړې دي.
عبد المنان چې د هلمند-کندهار پر لین یو کرولا موټر چلوي وایي، د مسافرو د لیږد لپاره څلور یا پنځه شپې انتظار او د تیلو اوسني جګ بازارونه هغه څه دي چې د دوی مصارف زیات او ګټه وټه يې لږ ده.
دی زیاتوي: «کرایي ځکه لوړې دي چې ترانسپورټ لوړ شوی، مخکې یو لیټر تيل په ۴۰ یا ۳۵ افغانۍ وو اوس یو لیټر په ۷۲ افغانۍ دي او د موټرو پرزه جات هم ګران دي.»
د فرید احمد اغا په نوم یو بل موټر چلوونکی بیا دلارې خرابوالی، د موټرونو زیات عوارض، او د پرزه جاتو لوړ قیمتونه د لوړې کرایې عمده لاملونه بولي.
ورته مهال هلمند کې د طالبانو د ترانسپورټ رياست چارواکي هم د خلکو ستونزې پر ځاي بولي او زياتوي چې د ستونزو د حل لپاره هره مياشت موټر چلوونکو ته نوې لايحې ورکوي.
په دي ولايت کې د طالبانو د ترانسپورټ رياست ريیس مدثر وايي، چې په هرو څلورو میاشتو کې د وزارت لخوا د ټولو لیني موټرو لپاره د تیلو او پرزه جاتو قیمتونو ته په کتو د کراییو نوې لایحه جوړیږي چې وروسته يې موږ د عملي کولو چارې په غاړه لرو.
د هغه په وینا، هڅه به وکړي چې په راتلونکي کې کرایې ټيټې او خلکو ته د سفر پرمهال اسانتياوې رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې موټر چلوونکي شکایت کوي چې طالبان ورڅخه په لویو لارو کې د ترانسپورټ په نوم پیسې اخلي.