پټې وژنې؛ لوګر کې د یوې ښځې جسد وموندل شو

اطلاعات روز: لوګر ولایت کې ځايي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د یوې ښځې جسد موندل شوی چې په مرموز ډول وژل شوې ده.

په دغه ولایت کې یوې ځايي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په یاد شي اطلاعات روز ته وویل، چې د دې ښځې جسد د برکي برک ولسوالۍ اړوند «بابري» په سیمه کې تېره ورځ (سې شنبه، ۲۵ د سلواغې) موندل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې یادې ښځې ۲۵ کاله عمر درلود  او تر اوسه یې د وژنې لامل او عاملین نه دي په ډاګه شوی.

په لوګر ولایت کې د طالبانو امنیتي مسوولینو هم د یادې پېښې په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د پټو وژنو کچه لوړه شوې او له امله یې نه یوازې خلک اندېښمن دي بلکې د طالبانو له امنیتي ادارو غوښتنه کوي چې د مخنیوي لپاره دې هڅې وکړي.