طالبانو د کابل د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې ټولګي ته د موبایل وړل منع کړل

Oplus_131072

طالبانو د کابل د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې د محصلینو له خوا ټولګي ته د موبایل وړل منع کړي دي.

یوه سرچینه نن (سه‌شنبه، د وږي ۳مه) وویل، چې دغه محدودیت د نوي سمستر له پیل سره وضع شوی دی. د سرچینې په وینا، هغه محصلین چې له ځان سره موبایل ولري، باید د پوهنتون په دروازه کې خپل موبایل وسپاري او د رخصتېدو پر مهال یې بېرته واخلي.

طالبانو د ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو په ګډون په دولتي ادارو کې د کارکوونکو له خوا د هوښیار موبایلونو کارول هم منع کړي دي.

په یوه خصوصي پوهنتون کې یوې بلې سرچینې وویل چې طالبانو د دغه پوهنتونونو د کارکوونکو موبایلونه هم راټول کړي دي.

د محصلینو پر لباس محدودیتونه

سرچینه وايي، طالبانو د محصلینو پر لباس هم محدودیتونه لګولي دي.

د سرچینې په وینا، طالبانو د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته ویلي چې له دې وروسته باید سپینې جامې واغوندي او لونګۍ پر سر کړي. ږیره پرېښودل او خولۍ اغوستل هم په ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو کې د دې ډلې له نورو محدودیتونو څخه دي.

په دې وروستیو کې د هرات پوهنتون د طب پوهنځي ۱۱ استادانو د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونو د «سپکوونکي» چلند په اعتراض کې استعفاوې ورکړې.

دوی په یوه ګډ لیک کې د خپلو استعفاوو د اعلان پر مهال ویلي وو چې د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونو د استادانو د لنډې ږیرې له امله هغوی زنداني کړي دي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله په دې وروستیو کې د یوه فرمان په صادرولو سره ویلي چې د ادارو کارکوونکي باید یوه قبضه ږیره ولري او تر دې کمه ږیره «تعزیر» لري.

ملا هبت‌الله همداراز ویلي چې هغه کارکوونکي چې سیرت او صورت یې د شریعت خلاف وي، باید له دندې وځنډول شي، معاش یې وځنډول شي او له دندې ګوښه شي.

په فرمان کې راغلي چې د ادارو کارکوونکو ته باید د لمانځه زده‌کړه ورکړل شي او هغوی باید د جماعت د لمانځه پر مهال لونګۍ پر سر ولري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته