د ځانوژنو زياتوالی؛ په جوزجان او دایکندي کې په دوو جلا پیښو کې یوې ښځې او نجلۍ ځانونه وژلي

اطلاعات روز: په جوزجان او دایکندي ولایتونو کې د ځان وژنو په دوو جلا پیښو کې یوې ۳۰ کلنې ښځې په ښکاري ټوپک ځان ویشتلی او یوې ۱۵ کلنې نجلۍ ځان ځړولی دی.

د جوزجان ولايت شبرغان ښار کې سرچينې وايي، چې يوې ۳۰ کلنې ښځې تېره ورځ (شنبه، ۲۹ د سلواغې) د شبرغان ښار په «چتګرخانه» کلي کې ځانوژنه کړې ده.

تر اوسه د دې ښځې د ځانوژنې انګيزه نه ده څرګنده.

په جوزجان کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ وياند عبدالستار حليمي هم د دې ښځې ځانوژنه تايیدوي او په دې اړه يې د پلټنې د پيلېدو خبر ورکړی دی.

دغه راز د دایکندي ولایت لپاره د طالبانو سیمه ییزو چارواکو تاییدوي، چې د دغه ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې یوې ۱۵ کلنې نجلۍ ځان زندۍ کړی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.

د دايکندي د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول غلام علي جاوېد وويل، چې دغه نجلۍ د شهرستان ولسوالۍ د «غوجګرد» کلي اوسېدونکې وه او تېره شپه يې ځان وژنه کړې ده.

د ده په خبره، چې تر اوسه د دغې نجلۍ د ځان وژنې انګيزه نه ده څرګنده او په اړه يې پلټنې روانې دي.

په وروستيو ورځو کې د ښځو ځانوژنې زياتې شوې دي.

د تېري اونۍ په وروستيو کې يوې ۲۲ کلنې ښځې د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې خپل ځان څاه ته غورځولی و او ځانوژنه يې کړې وه.