اطلاعات روز: هلمند ولايت کې د طالبانو ولايتي مسوولين وايي، چې د دې ولایت په مرکز لښګرکاه کې یې د ۲۰ زره نيالګیو کینولو کمپاین پېل کړی دی.
په دې ولايت کې د طالبانو د لښکرګاه ښاروالۍ د عامه اړيکو مسوول محمدطاهر ابشار وايي، چې دښاروالۍ اړوند په ۸ ناحيو کې به ۲۰ زره مثمر او غير مثمر نيالګي کینول شي.
نوموړی زیاتوي، د نيالګيو د ساتنې او پالنې لپاره ځانګړی پلان لري خو، په ورته وخت کې له خلکو هم غوښتنه کوي چې د نيالګيو په ساتنه کې له دوی سره مرسته وکړي.
په ورته وخت کې بیا د لښکرګاه ښار د ګذر وکیلان وایي، چې هرکال په مرکز لښکرګاه ښار کې په زرګونه نیالګي کینول کېږي خو، د نه پاملرنې له امله ګن شمیر له منځه ځي.
دوی له مسوولینو او خلکو غوښتنه کوي چې نیالګي دې په سم ډول وپالي او ساتنه دې ترې وکړي.
د یادونې وړ ده چې هر کال د هیواد په ټولو ولایتونو کې ګڼ شمیر نیالګي کینول کېږي خو، د نه پاملرنې له کبله له منځه ځي.