غور کې د بشري مرستو ځنډېدل؛ اړمن: طالبان دې د موسېساتو د فعاليت مخنيوی نه کوي

اطلاعات روز: په غور کې د مرستندويه موسېساتو د فعاليت تر ځنډېدو وروسته، په دې ولايت کې اړمن خلک له طالبانو غواړي چې د موسېساتو د فعاليت مخنيوی دې نه کوي.

دوی وايي، چې له څو مياشتو راهيسې د مرستندويه بنسټونو په ځانګړې توګه د خوړو  نړيوال سازمان مرستې په غور کې ځنډيدلې دي او له همدې کبله فقر او تنګلاسي نوره هم زياته شوې.

۵۰ کلن فيض الله چې تېر کال د فقر او وچکالۍ له کبله له پسابند ولسوالۍ فيروزکوه ښار ته راغلی وايي، چې د موسېساتو د مرستو تر بنديدو وروسته له بد حالت سره مخ دی.

دی وايي، چې اوس د خوراک لپاره هيڅ نه لري او که د مرستندويه بنسټونو مرستې بيرته پېل نه شي نو وضعيت به تر دې هم خراب شي.

ده وويل: «نه کار شته او نه دنده. په کور کې هيڅ هم نه لرو. د موسېساتو مرستې يې هم راباندې بندې کړې. که د موسېسو مرستې شروع نه شي، وضعيت به مو تر دې هم خراب شي. موږ د طالبانو له سيمه‌ييزو مسوولينو غواړو چې د موسېساتو د فعاليت مخنيوی دې نه کوي، تر څو هغوی خلکو ته مرستې ورسوي.»

د غور يو بل اوسېدونکی غلام حيدر وايي، چې د موسېسو په ځانګړې توګه د خوړو نړيوال سازمان مرستې د خلکو لپاره حياتي وې، خو  څو مياشتې کېږي چې دا مرستې دريدلې دي.

دی زياتوي: «په داسې حال کې چې په نورو ولايتونو کې خلکو ته د مرستو وېش روان دی، موږ په دې تمه يو چې په غور کې به هم خلکو ته د مرستو ويش بيرته پيل شي.»

په غور کې د طالبانو ځايي مسوولين بیا وايي، چې د مرستو په وېش کې د نه شفافيت له وجې د مرستنديو بنسټونو فعاليت درېدلی دی.

په غور کې د طالبانو د والي وياند عبدالواحد حماس وايي: «د موسېسو د بندېدلو لامل دا و چې مسوولينو د دې بنسټونو د وېش په بهير کې د روڼتيا غوښتنه وکړه، متأسفانه چې د دوی موخې شفافې نه دي او نه غواړي چې مرستې واقعي مستحقينو ته ورسېږي.»

په داسې حال کې چې سرچينې وايي، چې په غور کې د خوراک نړيوال پروګرام د طالبانو له لوري د بنديزونو له وجې په دې ولايت کې خپل فعاليت درولی دی.

طالبانو په مرستندويه بنسټونو کې د ښځو پر کار بنديز لګولی او دا بنديز هم د يو شمير موسېسو د فعاليت درېدلو لامل شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته