انځور: استول شوی

د مارچ د ۸مې په درشل کې؛ معترضې ښځې: افغانستان کې له حاکم ظلم او ستم څخه ستړې شوې يو

اطلاعات روز: د طالبانو پر وړاندې د ښځو اعتراضي خوځښتونو د مارچ د اتمې يا هم د ښځو د نړيوالې ورځې په درشل کې د دې ورځې په وياړ نن (يکشنبه، ۱۴ د کب) په کابل کې غونډه وکړه.

«د ښځو د سياسي ګډون شبکې» په خپل پرېکړه ليک کې ويلي، چې د افغانستان معترضې ښځې له شته وضعيت او «په هيواد کې له حاکم ظلم و ستم څخه ستړې شوې دي» او له نړيوالې ټولنې څخه د طالبانو له لوري د بشري حقونو د دې علني نقض پر وړاندې د يوه بیړني او جدي اقدام غوښتونکې دي.

د ښځو دې ډلې ويلي، چې د مارچ اتمه په داسې حال کې په نړۍ کې لمانځل کېږي چې تر ۱۹ مياشتو زيات وخت کېږي چې د افغانستان ښځې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له خپلو ټولو حقونو بې برخې او څنډې ته شوې دي.

«د افغانستان د ښځو د سياسي ګډون شبکه» وايي چې په هيواد کې نننی وضعيت به نه يوازې د دې خاورې بلکې د سيمې او نړۍ لپاره هم «خطرناکې» پايلې ولري.

«د افغانستان د عدالت غوښتونکو ښځو خوځښت» په کابل کې په يوه سرپټي ځای کې غونډه کړې ده او له نړۍ يې غوښتي، چې له طالبانو سره دې له تعامله لاس واخلي او عملي کار دې وکړي.

دې خوځښت د نړۍ له هغو ټولو هيوادونو چې ښځو او د هغوی حقونو ته درناوی کوي او د ښځو د حقونو د عدم نقض نړيوال معاهدات يې لاسليک کړي دي، غوښتي چې طالبان دې تر هغو په رسميت نه پېژني چې خپل افراطي او ښځه ځپونکی (زن ستيز) روش بدل نه کړي.

«د افغانستان د عدالت غوښتونکو ښځو خوځښت» له اروپايي ټولنې او امريکا غوښتي چې له طالبانو سره دې له هر ډول ښکاره او پټو همکاريو لاس واخلي او پر دې ډلې دې نور بنديزونه ولګوي.

طالبانو واک ته تر رسېدو وروسته پر ښځو پراخ بنديزونه لګولي دي. اوس مهال په هيواد کې ښځې د زده کړې، تحصيل او کار اجازه نه لري.