په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) تایید کړې چې لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نارینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ پکې شامل دي، نن سهار (دوشنبه، د وږي ۳۰مه) د کونړ ولایت د «احتمالي هوايي بریدونو» پر مهال وژل شوي دي.
یوناما په ایکس کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دغو بریدونو کې څلور نور ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر زیاته کړې چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې یې تر اوسه په افغانستان کې د پولې پورې غاړې د وسلهوالو تاوتریخوالو له امله د څه باندې ۱۱۰۰ کسانو وژل کېدل او ټپي کېدل ثبت کړي دي.
یوناما یو ځل بیا «د ملکي وګړو د مرګژوبلې د مخنیوي لپاره د نړیوال بشردوستانه قانون د مراعاتولو پر اړتیا» ټینګار کړی دی.
طالبان وايي چې پاکستان نن سهار د کونړ او پکتیکا ولایتونو «ملکي سیمې» بمبار کړې دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې «په کونړ کې یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي او دوه ښځې او دوه نارینه ټپیان شوي، چې ټول ملکي او د سیمې اوسېدونکي دي.»
هغه زیاته کړې چې «په پکتیکا کې یو کور او یو دوکان بمبار شوي، خو ځاني زیان یې نه درلود.»
خو د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د هغوی د اړوندو ډلو پټنځایونه او اډې په نښه شوې دي او لږ تر لږه ۲۸ «ترهګر»، چې یو شمېر ځانمرګي بریدګر هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.
د پاکستان دغه نوی هوايي برید پر افغانستان باندې دوه ورځې وروسته له هغې شوی چې د خیبر پښتونخوا ایالت د کوهاټ ولسوالۍ پر یوه پولیس کمپلکس مرګونی برید وشو. په دغه برید کې ۳۱ کسان، چې ۱۶ یې پولیس افسران وو، وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د دغه برید مسؤلیت «اتحادالمجاهدین» ډلې، چې مشري یې حافظ ګل بهادر کوي، پر غاړه اخیستې ده. پاکستاني چارواکو څو ځله ادعا کړې چې دغه ډله په افغانستان کې حضور او فعالیت لري.
