خبریال: امېد اشنا
د پکتيا ولايت اوسېدونکې له ډېرو کلونو راهیسې دوی ته د بېلابېلو توکو د پېر او پلور لپاره د ځانګړي مارکېټ جوړېدو غوښتنه کوي، خو تر دمه د مختلفو ستونزو له امله دا چاره نده تر سره شوې.
د دې ولايت مېرمنې وايي چې ښځو ته د اساسي کارونو پر ځای ډېری تر سره شوې چارې پروژوي او لنډ مهاله وي، چې دوامداره ګټه نه لري او په ژوند کې يې ور سره بدلون نه دی راغلی.
مدني فعاله ناجيه نګاه نيوکه کوي چې د مېرمنو لپاره ډېری شوي يا کېدونکي کارونه تر مرکز پورې محدود دي او په مرکز کې هم خورا کمې ښځې د ښځو رياست او نورو ادارو له خدمتونو برخمنې شوې دي.
نګاه وويل: «پکتيا کې د ښځو لپاره هېڅ امکانات نشته، حتی دوی تر اوسه داسې مناسب ځای نلري چې هلته خپل لاسي صنايع او نور توکي خرڅ کړي، د ټولنې ټول وګړي تفرېح ته اړتيا لري، خو موږ د تفرېح ځای هم نلرو. تر اوسه ښځې له خپل کور نه د دندی ځای ته په محفوظ ډول نشي تلی، د دې مسايلو حل ته بايد د پکتيا مسولين ډېر پام وکړي.»
د ګردېز اوسېدونکې صبرينا همت ښځو ته په فرهنګي، ټولنيزو او اقتصادي چارو کې د زياتې ونډې ورکول هغه لازمه چاره بولي، چې په خبره يې تر اوسه نده تر سره شوې او دا يې د دې ولايت د مېرمنو د وروسته پاتې کېدو عمده لامل بولي.
همت وايي: «پکتيا کې خوېندې له ډېرو پرمختګونو شاته پاتې دي، د دې لوی لامل دا دی چې دلته د دوی لپاره کوم اقتصادي پرمختيايي پروګرامونه ندي تر سره شوي، د دوی لاسي صنايعو ته بازار موندنه نده شوې، تفريحي ځايونه ندي ورته جوړ شوي.»
ساليمه د سيدکرم ولسوالي اوسېدونکې ده، چې لاسي صنايع جوړوي او د پلور له لارې يې د خپل کور اړتياوې پوره کوي.
ساليمه وايي چې د مناسب ځای د نشتوالي له امله يې لاسي جوړ کړي توکي زيات او په وخت نه پلورل کيږي او نه لازمه ګټه ترې تر لاسه کولی شي.
نوموړې زياته کړه: «ګنډونه، خامک، لمن او نور شيان جوړوو، خو داسې خاص ځای نشته چې هلته خپل دا جوړ کړي شيان خرڅ کړو، بازار ته يې موږ نشو وړلی. زموږ غوښتنه دا ده چې موږ ته دا وعده شوی خاص ځای جوړ شي، له دې لارې به موږ د خپلې خواري بدله تر لاسه کړی شو.»
د احمدابا ولسوالي اوسېدونکې شازيه وايي چې ډېری مېرمنو ته د کور سرپرستي ور له غاړې ده، خو د دې دروند مسوليت د تر سره کولو لپاره په پکتيا کې دوی ته هېڅ اسانتيا نشته.
نوموړې وويل: «د ښځو لپاره د دې مارکېټ جوړېدل ډېر مهم دي؛ ځکه زياتره ښځې د کور سرپرست نلري او که د کور سرپرست هم لري، د هغوی اقتصاد ضعيف دی، د ښځو لپاره د دې مارکېټ جوړېدل ډېر مفيد دي او په ژوند کې يې مثبت بدلون ور سره راځي.»
جميله هم د ښځو لپاره د ځانګړې سوداګريزې ساحې په جوړېدو ټينګار کوي او وايي چې ښځو ته لا هم د اساسي کارونو تر سره کېدو پر ځای ضمني او موقتي پروژې پلې کيږي.
د سوېل ختيځ زون د ښځو شبکې مشره زرغونه همت وايي، چې ولسمشر شاوخوا درې کاله وړاندې پکتيا ته د سفر پر مهال له مېرمنو سره کلکه ژمنه کړې وه چې د ښځو د اقتصاد او حيثيت پياوړي کولو لپاره به ورته ځانګړی سوداګريز ځای جوړ شي، خو په خبره يې تر اوسه د دې ځای جوړولو عملي چارې نه دي پيل شوې.
همت مېرمنو ته په خپل مالکيت د کاري فرصتونو او سوداګريزو اسانتياوو برابرول او پراخول بنسټيزه چاره يادوي او وايي چې په دې برخه کې بايد د صنعتي او متشبثو مېرمنو لاسنيوي ته جدي پام وشي.
نوموړې وويل: «پکتيا کې د داسې يوه تجارتي ځای جوړول ډېر ضرور دي چې په هغه کې مېرمنې کار وکړي، خريد و فروش وکړي او دوی خودکفا کړي. موږ د دې غوښتنه کوو چې په عمل کې دې يې ژر تر ژره چارې پيل شي.»
د لويې پکتيا فرهنګي ټولنې مشر سيدجمال الدين اصف خېل د کورني تاوتريخوالي يو لوی عامل د کورنيو کمزوری اقتصاد بولي او ټينګار کوي چې که سړيو ته د کاری فرصتونو تر څنګ په دې برخه کې ښځو ته هم اسانتياوې برابرې شي، نو په ټولنه کې د دوی د ښه او ثابت ځای په رامنځته کولو کې به خورا ګټور وي.
اصف خېل وايي: «د ښځو اقتصادي حالت ډېر خراب دی، د جګړې، مهاجرت او بېسوادي سربېره د مېرمنو د ژوند د خرابي يو لوی لامل همدا د ښځو فلج اقتصادي حالت دی.»
د پکتيا ولايتي شورا هم مني چې د دې ولايت مېرمنو ته تر دې دمه هېڅ اساسي کار ندی شوی او په دې برخه کې د دې ولايت د ښځو رياست په ناغيړي تورنوي.
د يادې شورا غړي ممتاز کرخېل وويل چې د دې ولايت مېرمنو لپاره تر دمه نه يوازې کومه لويه پروژه نده پلې شوې، بلکې د ښځو وزارت او نورو ادارو مسولينو هم د ستونزو د حل او د پرمختيايي کارونو لپاره دې ولايت ته سفر ندی کړی.
کرخېل وايي: «پکتيا کې د پوليسو له برخې نيولې تر هرې ملکي برخې پورې ښځې فعاله دي، خو دولت تر اوسه ورته په نه سترګه کتلي، دا د وزارت او اړوند رياست کمزوري ده. پکتيا کې رياست شته، خو په يوه ولسوالي کې هم د مديريت تشکيل نلري، پروژې نه ورکول کيږي، تر اوسه پورې د لومړۍ مېرمنې مخ هم پکتيا ته ندی را اوښتی.»
د پکتيا ولايت د ښځو چارو رياست وايي، چې د ولسمشر په حکم دوه کاله وړاندې د مېرمنو لپاره د سوداګريز بازار او بڼ جوړېدو لپاره په ګردېز ښار کې کابو اووه جريبه ځمکه ورکړل شوې، خو د بوديجې د نشتوالي له امله يې هېڅ عملي کار ندی شوی.
د ياد رياست مشرې نسرين اورياخېل اطلاعات روز ته وويل چې د سوداګريز مارکېټ جوړېدو سره به مېرمنو ته د خپلو لاسي صنايعو او نورو توکو د پېر او پلور دايمي مرکز جوړ او له بڼ جوړېدو سره به د دوی د خوندي تفريحي ځای ستونزه هواره شي.
اورياخېل وايي: «د دې ځای لپاره ډيزاين شوی، د خوېندو لپاره به د پېر او پلور مارکېټ او دوکانونه وي، يو رستورانت به وي چې ښځې به کار پکې کوي، د ماشومانو لپاره به د لوبو ځای يا بازيچه اطفال وي، يو جومات دی او د ښځو د تفرېح لپاره بڼ دی پکې. خاص ستونزه د بوديجې د نشتون ده.»
په ټولو برخو کې د اسانتياوو نشتوالي د پکتيا ولايت د انجونو او مېرمنو پر فعاليت او ژوند ناوړه اغېز کړی او د مرکز ګردېز د ډېری سيمو په ګډون له اووه ولسواليو څخه تر دمه هېڅ انجلۍ له دولسم ټولګي نده فارغه شوې.