د کار نړیوال سازمان (ILO) په افغانستان کې وايي، طالبانو ته د واک له بېرته ورګرځېدو وروسته په دغه هېواد کې د ښځو په کاري ځواک کې د ګډون کچه په بېساري ډول راټیټه شوې ده.
دغه سازمان نن (سېشنبه، ۲۷ اسد) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو په کاري ځواک کې د ګډون کچه په ۲۰۱۹ کال کې له ۱۸.۳ سلنې او په ۲۰۲۰ کال کې له ۱۶.۵ سلنې څخه په ۲۰۲۶ کال کې ۵.۱ سلنې ته راټیټه شوې ده.
د کار نړیوال سازمان په وینا، د ښځو د ګډون دغه ډېره ټیټه کچه د زدهکړو، د تګ راتګ د آزادۍ او کار ته د ښځو د لاسرسي پر وړاندې د سختو محدودیتونو له امله رامنځته شوې ده.
دغه سازمان ویلي، ډېری ښځې یوازې د بېکارۍ له امله نه، بلکې په اساسي ډول د کار په بازار کې له ګډون څخه د محرومیت له کبله له اقتصادي فعالیتونو څخه بهر شوې دي.
اټکل کېږي چې افغانستان له یمن وروسته په نړۍ کې د ښځو په کاري ځواک کې د ګډون تر ټولو ټیټه کچه لري.
طالبانو په دولتي او نادولتي ادارو، د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم د ښځو پر کار بندیز لګولی او د ښځو ځینې کاروبارونه، لکه د ښکلا سالونونه، یې هم تړلي دي.
د کار نړیوال سازمان ویلي، طالبانو ته د واک له رسېدو پنځه کاله وروسته د افغانستان د کار بازار له ژورو بنسټیزو بدلونونو سره مخ شوی چې د جنسیتي واټن زیاتېدل، د نارینهوو پر کاري فرصتونو مخ په زیاتېدونکې تکیه او له اقتصادي فعالیتونو څخه د ښځو پراخ ایستل یې مهمې ځانګړنې دي.
سره له دې، اټکل کېږي چې د ټولیزې دندې کچه د ۲۰۲۲ کال له تر ټولو ټیټې کچې څخه ۱۴ سلنه لوړه شوې او په ۲۰۲۶ کال کې نږدې ۸.۵ میلیونو کسانو ته رسېدلې ده.
خو د کار نړیوال سازمان وايي، د کارموندنې وده د نفوس له زیاتوالي سره هممهاله نه ده روانه.
اټکل کېږي چې د کارکونکو او ټول نفوس ترمنځ د اشتغال کچه ۳۲.۵ سلنه وي، چې د ۲۰۲۰ کال له کچې څخه تر څلورو سلنې ډېر ټیټه ده.
د دغه سازمان په وینا، د کارموندنې زیاتوالی په بشپړ ډول د نارینهوو ترمنځ متمرکز دی او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې د نارینهوو د کارموندنې کچه د ۲۰۲۰ کال په پرتله شاوخوا ۲۲ سلنه لوړه وي.
د کار نړیوال سازمان ویلي، له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو بېرته ستنېدو هم د کار پر بازار فشار زیات کړی دی. د دغه سازمان په وینا، ډېری راستنېدونکي داسې ټولنو ته ستنېږي چې له مخکې له بېوزلۍ، نیمګړې دندې او محدودو معیشتي فرصتونو سره مخ دي.
همداراز، د منځني ختیځ روان بحران د انرژۍ د بیو د لوړوالي او انفلاسیون له لارې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت نور فشارونه هم رامنځته کوي. د سازمان په وینا، له ۷۰ سلنې څخه ډېر افغان کارګران په هغو فعالیتونو کې بوخت دي چې له دغو فشارونو سره د مخامخ کېدو کچه یې لږ تر لږه منځنۍ بلل شوې ده.
په افغانستان کې د کار نړیوال سازمان لوړپوړي همغږي کوونکي او د دغه سازمان د دفتر مشر ټېټ هابیاکاره ویلي: «افغانستان نه شي کولای په داسې شرایطو کې یو انعطافمن کاري بازار رامنځته کړي چې د نفوس لویه برخه یې له اقتصادي فعالیتونو څخه ایستل شوې وي.»
هغه ټینګار کړی چې د ښځو تولیدي کار ته د لاسرسي پراخول، له راستنېدونکو کډوالو، ځوانانو او نورو زیانمنو کارګرانو لپاره د فرصتونو له رامنځته کولو سره یوځای، د خلکو د معیشت د پیاوړتیا او د ټولشموله اقتصادي پرمختګ د ملاتړ لپاره اړین دي.
