پکتيا کې د طالبانو امنيتي چارواکي وایي، هغه کس یې نيولی چې په دغه ولایت کې یې یو ډاکټر د چرهدار ټوپک په وسیله وژلی و.
د پکتيا د امنیې قومندانۍ څخه نن (سه شنبه، ۲۰ د زمري) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دویمې حوزې جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د احمدالله په نوم هغه کس نیولی، چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ یې د ګردېز ښار اړوند «بلندمنزلو» ساحه کې یو ډاکټر د چرهدار ټوپک په وسیله وژلی وو.
خبرپاڼې زیاته کړې له لومړنیو څېړنو وروسته ثابته شوې چې یاده پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او له لومړنیو څېړنو او د قضیې له بشپړېدو وروسته به، عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې دا ډول پېښې زیاتې شوې، چې لامل یې کورنی تاوتریخوالی او شخصي دښمنۍ ګڼل کېږي.
