هلمند کې یو شپږ کلن ماشوم ټیلر موټر لاندې کړی

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو ولایتي مسوولین خبر ورکوي چې د دې ولایت په مرکز لښکرګاه کې یو ماشوم ټیلر موټر لاندې کړی او ژوند یې بایللی دی.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريیس حافظ راشد هلمندی وايي، چې دغه پیښه تېره ورځ (یکشنبه، ۱۰ د غویي) د لښکرګاه ښار د لومړۍ حوزې اړوند «منډوي» سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي د ماشوم د عمر او هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې پر بایسکیل سپور یو ماشوم ټیلر موټر لاندې کړی او مړ شوی دی.

ورته مهال یوې سرچینې بیا اطلاعات روز ته وویل چې یاد ماشوم شاوخوا ۶ کاله عمر درلود.

خلک وایي، چې د کورنیو بې غوري او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ډیر کله د ماشومانو د مړینې لامل ګرځي.