ارزګان کې یوه ۱۶ کلن ځوان ځان زندۍ کړی

اطلاعات روز: د ارزګان چنارتو ولسوالۍ کې د طالبانو مسوولین وایي، دغه ولسوالۍ کې یوه ۱۶ ځوان ځان زندۍ کړی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.

د چنارتو ولسوالۍ لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ د جنایي جرمنو پر وړاندې د مبارزې مدیر حافظ صاحب وايي، د حکمت الله په نوم یوه تنکي ځوان نن (یکشنبه، ۱۷ د غویي) د یادې ولسوالۍ په «پاتان» سیمه کې خپل ځان زندی کړی دی.

نوموړی د خپلو لومړنیو پلټنو پر اساس وایي، چې حکمت الله ۱۶ کاله عمر درلود او د رواني ستونزو له کبله یې په خپل کور کې ځان ځړولی او مړ شوی دی.

په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلا ولایتونو کې د ځان وژنې بیښې زیاتې شوي دي.

تېره اونۍ په ننګرهار او زابل کې هم یوه ځوان او یوه ۵۵ کلن سړي ځان وژنې کړې وې.

هیواد کې د ځان وژنې پېښې داسې مهال زیاتې شوي چې د طالبانو حکومت په راتګ سره د خلکو اقتصاد ځپل شوی او زیاتره عام خلک په رواني ناروغیو اخته شوي او ډیری یې له همدې امله ځان وژنې ته مخه کوي.