Sebastiano Tomada / Sipa USA / AP

«د سپټمبر د ۱۱مې له بريدونو وروسته د افغانستان په ګډون په جنګي سيمو کې ۴.۵ ميليونه وګړي وژل شوي دي»

اطلاعات روز: د امريکا په براون پوهنتون کې له څېړونکو، حقوقي کارپوهانو او د بشر د حقونو له فعالانو جوړه د «جګړييزو لګښتونو پروژې» په یوه راپور کې ويلي، چې د سپټمبر د يوولسمې بريدونو وروسته د افغانستان، پاکستان، عراق، سوريې او يمن په جګړييزو سيمو کې لږ تر لږه له ۴.۵ ميليونه څخه تر ۴.۶ ميليونو وګړو پورې وژل شوي دي.

دې پروژې ويلي، چې له دې خلکو څخه ځينې په جګړه کې وژل شوي دي، خو ډېری يې د ماشومانو په ګډون د جګړې د ويجاړوونکو پايلو لکه ناروغيو له امله مړه شوي دي.

د «جګړييزو لګښتونو پروژې» راپور چې په تازه توګه خپور شوی، پکې راغلي چې دا غير مستقيمې مړينې چې له ۳.۶ څخه تر ۳.۷ ميليونو پورې اټکل کېږي د روغتيايي زيربناوو، اقتصاد، عمومي خدماتو او چاپېريال له ويجاړۍ څخه راپيدا شوې دي. ويل شوي چې دا غير مستقيمې مړينې لا هم د زياتېدو په حال کې دي.

په دې راپور کې راغلي: «که څه هم متحده ايالاتو د ۲۰۲۱ پر مهال له افغانستانه د خپلو ځواکونو په ايستلو سره هغه جګړه پای ته ورسوله چې شل کاله وړاندې پېل شوې وه، خو افغانان تر بل هر وخت نن زيات له جګړييزو پايلو کړېږي او مري.»

د «جګړييزو لګښتونو پروژې» زياته کړې چې ځانګړو جګړييزو اړخونو ته د مسووليت د منسوبولو پر ځای دا خبره څرګنده ده چې د سپټمبر تر يوولسم وروسته جګړو د مرګ په ډېری ډولونو کې رول درلود.

د «جګړييزو لګښتونو پروژې» زياته کړې: «د افغانستان په څېر يو ځای کې څرګنده پوښتنه داده چې ايا نن ورځ د مرګ تړاو له جګړې سره بې اړیکې ګڼل کېدلای شي؟ په ټوله کې د تاوتريخوالي دوامدارې اغيزې دومره پراخې او پېچلې دي چې اندازه ګيري يې نشي کېدلای.»

د دې راپور په يوه برخه کې راغلي، چې په افغانستان، عراق، سوريه، يمن او سوماليا کې تر ۷.۶ ميليونه زيات هغه ماشومان چې عمرونه يې تر پنځه کلنۍ کم دي، له سختې خوارځواکۍ کړېږي.

د افغانستان وګړي د امريکا تر وتلو او د طالبانو په لاس د دولت تر سقوط وروسته له بې مخينې فقر او لوږې سره مخ دي. ويل کېږي چې د افغانستان تر نيمايي زيات وګړي بشرپالو مرستو ته اړتيا لري.