اطلاعات روز: د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ اړوند په سپینې شګې سیمه کې د «سرپنټین» کاڼي د استخراج چارې پېل شوې.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د ولایتي ادارې مسوولین وايي، یاد کان د استخراج په موخه د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري ازادې سیالۍ ته وړاندې شوی و، چې د ممتاز په نوم شرکت یې ګټونکی او تېره ورځ (سېشنبه، ۲ د غبرګولي) یې د استخراج چارې پېل شوې.
د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د والي مرستیال انعام الله صلاح الدین د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې د دغه کان یو ټن استخراج قراردادي شرکت ته په ۲۴۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوی او په خبره یې چې د سرپنټین کاڼي په را ایستلو به عوایدو د پام وړ زیاتوالی راشي.
د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسېدونکي د کانونو په کېندلو خوښ دي، خو د طالبانو له اړونده مسوولو ادارو غوښتنه کوي، چې دې کانونو کې دې د سیمې بې روزګاره ځوانانو ته د کار کولو زمینه برابره شي.
له دې وړاندې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ اړوند مکاوې سیمه کې د کرومایټ ډبرو او ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د شوکاڼي د استخراج کارونه پېل شوي وو.
