خليلزاد: د ايران د حقابې په اړه د طالبانو چلند حوصله‌ناک او سياستمدارانه دی

aa.com.tr

اطلاعات روز: د افغانستان د سولې په چارو کې د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د هلمند د اوبو پر سر د ايران او طالبانو د شخړې په اړه ويلي، په داسې حال کې چې ايراني چارواکي ځواک ښيي او افغانستان ګواښي، خو طالبان په حيرانوونکې توګه حوصله کوي او سياستمدارانه چلند کوي.

نوموړي نن (چهارشنبه، ۳ د غویي) سهار پرلپسې ټويټونو کې ايراني رهبران تورن کړي چې د افغانستان په اړه پاروونکي اقدامات کوي.

خليلزاد زياته کړې: «طالب چارواکي د دې موضوع په تړاو په حيرانوونکې توګه حوصله‌ناک او سياستمدارانه چلند کوي.»

طالبان وايي، چې د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمن دي او په عين حال کې يې استدلال دادی چې د وچکالۍ او آب‌وهوا د بدلون له کبله د اوبو کچه کمه شوې ده.

خليلزاد زياته کړې چې کله دواړه اړخونه د هلمند تړون ته ژمن وي، نو بايد د اختلافي وضعيت په تړاو په خپله په تړون کې له وړانديز شويو حللارو استفاده وکړي.

ده زياته کړې چې په دې تړون کې ويل شوي چې کېدلای شي په ځينو کلونو کې د وچکالۍ له کبله د اوبو کچه کمه شي، د اختلاف په وخت کې به دواړه هيوادونه د حللارې موندلو لپاره دوه اړخيز ډيپلوماټيک تعامل کوي، يا به هم له درېيمګړي استفاده کوي او په وروستۍ مرحله کې به يې په قضايي توګه حل کوي.

خليلزاد ويلي، چې تر اوسه له دې حللارو استفاده نه ده شوې او ايران بايد د ځواک له ښودنې ډډه وکړي.

ايراني چارواکو په دې وروستيو کې د حقابې د نه تأمين په صورت کې طالبان ګواښلي و خو طالبان زياتوي چې د وچکالۍ له کبله کافي اوبه نشته.

ايرنا خبري اژانس په تازه توګه د افغانستان په بندونو کې د سټلايټ انځورونه خپاره کړي او ليکلي يې دي چې دا انځورونه په کجکي او کمال خان بندونو کې د اوبو پام وړ کچه ښيي او د طالبانو وروستۍ ادعا ردوي.

ايراني چارواکي ټينګار کوي چې د طالبانو ادعا بايد د يوه ګډ تخنيکي پلاوي له خوا وارزول شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته