کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په وټهپور ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې، چې له امله یې یو کس په ډزو وژل شوی دی.
کونړ کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا شخړه نن (دوشنبه، د لېندۍ ۲مه) سهار د وټهپور ولسوالۍ د قمچۍ کلي په «ترۍ» سیمه کې رامنځته شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له پېښې وروسته د طالبانو ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پېښې په تړاو یې پنځه تنه نیولي دي.
طالبانو د پېښې د ښکېلو کورنیو د هویت او د دې پېښې د لامل په اړه بشپړ جزئیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ځمکو پر سر شخړې او جنجالونه زیات شوي، چې ډېر کله په مرګونو پېښو بدلېږي.
