د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، د دې ډلې د شمال زون اختصاصي محکمې په بلخ ولایت کې د «نصرتآباد» ښارګوټي د ۲۳۵.۶ جریبه ځمکې له څېړلو وروسته، د دغه ښارګوټي ۳۵.۶ جریبه ځمکه امارتي اعلان کړې ده.
دغه وزارت نن (دوشنبه، د قوس ۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد ښارګوټی د مزارشریف ښار د لسمې ناحیې په مربوطاتو کې پر دوو جلا ټوټو ځمکو موقعیت لري، چې لومړۍ ټوټه یې ۲۰۰ جریبه او دویمه یې ۳۵.۶ جریبه ده.
د عدلیې وزارت په وینا، د دغه ښارګوټي دوسیه تر دې وړاندې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون له لوري اختصاصي محکمې ته سپارل شوې وه.
دغه وزارت زیاته کړې، چې د شمال زون اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون اسناد او مدارک په دقیقه توګه څېړلي، د املاکو له دفترونو او اړوندو ادارو څخه یې معلومات ترلاسه کړي او په پایله کې یې پرېکړه کړې، چې د ښارګوټي دویمه ټوټه، چې ۳۵.۶ جریبه ځمکه ده، د امارت ملکیت دی.
د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې، د دغې ځمکې متصرفین مکلف دي چې یاده ځمکه د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون ته وسپاري.
تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې طالبانو د دغه ښارګوټي د اوسېدونکو د کورونو د ویجاړولو لړۍ پیل کړې ده.
د راپورونو له مخې، د «نعمتالله سرحدي» په نوم یوه کس د دغه ښارګوټي د شاوخوا ۳۵ جریبه ځمکې د مالکیت ادعا کړې وه، چې له هغې وروسته د طالبانو اختصاصي محکمې د یادې برخې د کورونو د تخلیې او ویجاړولو حکم صادر کړی و.
د طالبانو د عدلیې وزارت پرون هم اعلان کړی و، چې د شمال زون اختصاصي محکمې د مزارشریف ښار په اتمه ناحیه کې د «هاشمیه» په نوم د یوه بل ښارګوټي شاوخوا ۶۰۰ جریبه ځمکه امارتي اعلان کړې ده.
طالبانو افغانستان ته تر بیا واکمنېدو وروسته د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه جریبه ځمکه او لسګونه ښارګوټي امارتي اعلان کړي دي.
دغه ډله ادعا کوي، چې یادې ځمکې دولتي دي او د ځینو کسانو له لوري غصب شوې دي؛ خو د دغو ځمکو مالکین بیا وایي، چې د خپلو ځمکو قانوني اسناد لري، خو طالبان یې اسناد او مدارک په بېطرفه او روڼ ډول نه څېړي.
