ناوي پلای: د طالبانو سیاستونه د افغانستان د نفوس د نیمايي برخې سیستماتیک ځورول دي

د ۲۰۲۶ کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ کمېشنره، ناوي پلای وایي، د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه د دغه هېواد د نفوس د نیمايي برخې سیستماتیک ځورول دي.

مېرمن پلای نن (دوشنبه، د قوس ۲مه) د افغانستان د ښځو په څلورمه غونډه کې، چې د هسپانیې په مادرید ښار کې جوړه شوې وه، د ویډیويي پیغام له لارې خبرې وکړې او ویې ویل، چې د طالبانو دغه سیاستونه په کلتور او مذهب نه شي توجیه کېدای.

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې افغان ښځو ته ویلي، چې د جنسیتي اپارتاید پر وړاندې مبارزه به هم د افریقا د اپارتاید پر وړاندې د مبارزې په څېر بریالۍ شي او دوی به په پای کې عدالت ته ورسېږي.

هغې د افغان ښځو د مقاومت ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې ښځې د طالبانو د سیاستونو پر وړاندې چوپې نه دي پاتې شوې، بلکې د بشري حقونو د سرغړونو پېښې یې مستندې کړې، په کورونو کې یې زده‌کړو ته دوام ورکړی او په جلاوطنۍ کې یې هم د ښځو د حقونو د دفاع لپاره خپل غږ پورته کړی دی.

مېرمن پلای افغان ښځو ته په خطاب کې ویلي: «تاسو هغه قربانیانې نه یاست چې د ژغورنې په تمه کېنئ؛ بلکې تاسو د بشري حقونو مدافعانې او د بدلون رامنځته کوونکې یاست.»

هغې همداراز د افغانستان له نارینه‌وو غوښتي، چې د ښځو ترڅنګ ودرېږي او زیاته کړې یې ده، چې عدالت ته رسېدل د ټولنې د ټولو برخو ملاتړ ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دې پخوانۍ کمېشنرې د افغان ښځو د ملاتړ او د طالبانو د حساب ورکونې لپاره د ټولو نړیوالو میکانیزمونو د کارولو غوښتنه هم کړې او ټینګار یې کړی، چې دغه هڅې باید د افغان ښځو په مشرۍ او رهبرۍ ترسره شي.

هغې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغان ښځې هېرې نه کړي او د عدالت تر تأمین پورې یې ترڅنګ پاتې شي.

طالبانو افغانستان ته تر بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر حقونو او ازادیو پراخ محدودیتونه لګولي او د هغوی پر کار او زده‌کړو یې بندیزونه وضع کړي دي.

د ښځو د حقونو فعالانې د طالبانو سیاستونه «جنسیتي اپارتاید» بولي او له نړیوالې ټولنې غواړي، چې دغه وضعیت په رسمیت وپېژني او په نړیوالو قوانینو کې یې د جرم په توګه تعریف کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته