د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د بنګلهدېش د تولید شویو درملو د کیفیت ارزونې په موخه یې دغه هېواد ته یو تخنیکي پلاوی استولی دی.
دغه وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد پلاوی د دوشنبې په ورځ (د قوس ۲مه) بنګلهدېش ته روان شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د خوړو او درملو معینیت د متخصصینو پنځه کسیز تخنیکي پلاوی بنګلهدېش ته تللی، څو د درملو کیفیت، اغېزمنتیا او د تولیدي معیارونو د رعایت څرنګوالی وارزوي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي: «ټاکل شوې دغه تخنیکي پلاوی په بنګلهدېش کې د درملو د تولید فابریکې له نږدې وڅېړي، څو د درملو د تولید په بهیر کې د اړینو معیارونو د رعایت، د محصولاتو د کیفیت او اغېزمنتیا په اړه ډاډ ترلاسه کړي او افغانستان ته د بېکیفیته درملو د واردېدو مخه ونیسي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو معین حمدالله زاهد د ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې په ۲۸مه ویلي وو، چې ځینو افغان سوداګرو له بنګلهدېشي شرکتونو غوښتي وو، څو افغانستان ته د ځانګړو شویو درملو کیفیت راټیټ او په ټیټه بیه یې دوی ته وپلوري.
طالبانو تېر کال له پاکستان سره د پوځي نښتو وروسته له دغه هېواد څخه د درملو واردات منع کړل.
د غیررسمي شمېرو له مخې، تر دې وړاندې پاکستان د افغانستان د درملو او روغتیايي وسایلو شاوخوا ۷۰ سلنه بازار په خپل واک کې درلود.
د دې بندیز له لګېدو وروسته، د طالبانو چارواکو هند، ترکیه، ایران، بنګلهدېش، روسیه، ازبکستان او یو شمېر نور هېوادونه د درملو او روغتیايي وسایلو د بدیلو سرچینو په توګه افغان سوداګرو ته ورپېژندلي دي.
