د ايران د کورنيو چارو وزير: طالبان دې خپل جنګيالي متوجې کړي تر څو بيا جګړه پېښه نشي

اطلاعات روز: له هرات ښار څخه د اسلام کلا سرحد پر لور د طالبانو د نظامي کاروان د ويډيو له خپرېدو سره هم مهاله د ايران د کورنيو چارو وزير احمد وحیدي ويلي، چې طالبان بايد خپلو پوځونه متوجې کړي چې بيا جګړه پېښه نشي.

د تسنيم خبري اژانس په وينا، ښاغلي وحيدي نن (چهارشنبه، ۱۰ د غبرګولي) د ايراني او طالب ځواکونو وروستۍ نښتې ته په اشارې سره ويلي، چې مسئله حل شوې «اوس د ايران او افغانستان د پولې تر منځ وضعيت ارام او شکونه د له منځه تلو په حال کې دي.»

د اسلام کلا د ګمرک مسوولينو هم د دې ګمرک د فعاليت درېدو په اړه راپورونه رد کړي دي.

له نن سهار راهيسې د طالبانو د يوه نظامي کاروان ويډيوګانې پر ټولنيزو رسنيو خپرېږي او ويل کېږي چې دا کاروان له هرات ښار څخه له ايران سره د لانجمن اسلام کلا سرحد پر لور روان دی.

خو تر اوسه هيڅ خپلواکې سرچينې له هرات څخه د اسلام کلا پر لور د طالبانو د نظامي کاروان خوځېدل نه دي تاييد کړي. طالب چارواکو او وياندويانو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

د ايراني پوله ساتو او طالب ځواکونو تر منځ وروستۍ نښته د شنبې (۶ د غبرګولي) په ورځ وشوه چې يو ايرانی پوله ساتی او يو طالب پکې ووژل شول.

د ايران د کورنيو چارو وزير نن د خپلو خبرو پر مهال دې نښتې ته په اشارې سره ويلي: «متأسفانه څو ځله داسې پېښې شوي، د طالبانو مسوولينو او افغانستان ته توصيه کوو چې دقت وکړي او خپل پوله ساتي متوجې کړي چې داسې پېښې ونشي.»

ده زياته کړې، چې د طالبانو يو لړ ټيټ پوړي چارواکي چې د ايران پر خلاف يې «بې ځايه او غير منطقي څرګندونې» کولې له دندو شړل شوي دي.

همدا راز احمد وحيدي ويلي، چې «اوس د افغانستان له واکمنو سره د تعامل په حال کې يو او که هره خبره چې وي بايد د خبرو له لارې حل شي».

تر دې نښتې وروسته د طالبانو دفاع او کورنيو چارو وزارتونو هم منلې وه چې دا ډله له ګاونډيانو سره جګړه کول نه غواړي او د هرې ستونزې د حل لپاره مذاکره «يوه معقوله حل لاره» ګڼي.

په دې وروستيو اونيو کې د طالبانو او ايران اړيکې د سرحدي نښتو او د هلمند په سيند کې د حقابې له وجې ترينګلې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه