کندهار کې يو ځوان ځان اوبو ته اچولی او مړ شوی

اطلاعات روز: د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې یوه ۱۸ کلن ځوان ځان اوبو ته اچولی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.

په دغه ولايت کې د طالبانو ځايي امنيتي چارواکي وايي، ياده پېښه د تېرې سې شنبې په شپه (۹ د غبرګولي) د ارغنداب ولسوالۍ په «ګل کلاچې»  سیمه کې رامنځته شوې ده.

طالب مسوولین د دغه ۱۸ کلن ځوان د نوم نه یادولو پرته وایي، چې هغه رواني ناروغي درلوده او دشپې ناوخته یې ځان اوبو ته اچولی او مړ شوی دی.

د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې د تېرو درېو مياشتو په اوږدو کې کندهار ولايت کې شاوخوا ۱۵ تنو په ژورو اوبو کې د لامبو وهلو او بې احتياطۍ له امله خپل ژوند له‌لاسه ورکړی دی.