انځور: ارشیف

ارزګان کې يوه ۴۵ کلن سړي ځان وژنه کړې

اطلاعات روز: ارزګان کې ځایي سرچینې وایي، د دې ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې یوه ۴۵ کلن سړي ځان په ټوپک ویشتلی دی.

خاص ارزګان ولسوالۍ کې یوې ځایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه کس عبدالنافې نومیده او تېره ورځ (جمعه، ۱۲ د غبرګولي) یې د دې ولسوالۍ د متکزي اړوند «عشر» سیمه کې ځان د ټوپک په ډزو وژلی دی.

سرچینه زیاتوي چې عبدالنافې شاوخوا ۴۵ کاله عمر درلود او د ځان وژنې لامل یې نه دی معلوم.

ورته مهال ارزګان کې د طالبانو د والي ویاند احسان الله حماس یاده پیښه تاییدوي او وایي، چې یاد کس د رواني ناروغۍ له امله ځان وژنه کړې ده.

د طالبانو راتګ وروسته هیواد کې د ځان وژنې پیښې ډیرې شوي دي.

د اطلاعات روز د موندنو پر اساس په تېر یوه کال کې د هیواد په یوشمیر ولایتونو کې لږ تر لږه ۲۱۳ تنو په ځان وژنې لاس پورې کړی دی.