زابل کې يوه ۴۵ کلن سړي ځان زندۍ کړی

اطلاعات روز: زابل کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په مرکز کلات کې یوه ۴۵ کلن سړي ځان زندۍ کړی او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ایښی دی.

یوې ځایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه کس عبدالصمد نومیده او نن (یکشنبه، ۲۱ د غبرګولي) یې د زابل د مرکز کلات اړوند «خرواريانو» کلي کې ځان وژلی دی.

سرچینه زیاتوي، چې عبدالصمد رواني ناروغي درلوده او تردې وړاندې د زابل په روغتون کې د زړه د ناروغۍ له کبله بستر شوی و.

دغه راز زابل کې د طالبانو پوليسو هم د دغې پېښې پخلی کوي او زياتوي چې په دې اړه یې خپلې پلټنې پېل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تردې يوه اونۍ وړاندې د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې يوه ۳۸ کلن سړي ځان وژنه کړې وه، خو د ځايي طالب مسوولينو په وينا چې د نوموړي هويت او کورنۍ یې لا تراوسه نه دي موندلي.