پکتیا کې یوې پېغلې نجلۍ د تندر پریوتو له امله ژوند بایلود

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د تندر پرېوتو په پېښه کې یوې پېغلې جلۍ خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په سیمه کې یوې ځايي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې دا پېښه تېره ورځ (یکشنبه، ۲۱ د غبرګولي) له غرمې وروسته د پټان ولسوالۍ اړوند په «ستیا» سیمه کې رامنځته شوې او په خبره یې چې یاده نجلۍ وروسته د سیمې د اوسېدونکو له لوري په داسې مهال خاورو ته سپارلې چې خپل خپلوان یې د هغې په مرګ او ژوند باوري هم نه و.

سرچینې زیاته کړه، چې دغه نجلۍ پلار او وروڼه نه لري او د ټپي کېدو پر مهال یې ځايي روغتیاپالانو او کلیوالي ملایانو ته هم وړې وه، خو ملایانو یې د اندامونو د خوځېدو لامل خدای ته د هغې د  نږدېوالي په مانا بللې ده.

په دې اړه په ټولنیزو رسنیو کې هم د خلکو پراخه غبرګونونه را پارېدلي دي، خو تر اوسه د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو ولایتي مسوولینو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خلک وايي، په سیمه کې د عامه پوهاوي د کموالي له امله ډیری داسې پېښې رامنځته کیږي، خو غوښتنه کوي چې په داسې حال کې باید ناروغان او ټپیان مسلکي روغتیاپالانو ته یوړل شي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه