پکتیا والي

د پکتیا والي: له مېرزکې ولسوالۍ د ملکيانو خوندیتوب لپاره تاکتیکي شاتګ شوی

اطلاعات روز: د پکتيا والي وايي، د ملکي خلکو ژوند خونديتوب په موخه يې له ميرزکې ولسوالۍ تاکتیکي شاتګ کړی دی.

د پکتيا والي حليم فدايي نن (شنبه، ۲۹ د غبرګولي) په مرکز ګردېز کې خبري ناسته کې وويل، چې تېره شپه ناوخته افغان ځواکونو له ميرزکې ولسوالۍ په دې موخه تاکتیکي شاتګ کړی، چې هلته د جګړو له امله ملکي خلکو ته مالي او ځاني زيان رسېده.

فدايي زياته کړه، چې اوس هم د ولسوالي په اړونده سيمو کې افغان ځواکونه قرار لري، چې ډېر ژر به بيرته د ولسوالۍ له مقام څخه وسله وال طالبان په شاه کړي.

له دې وړاندې د پکتیا ولایتي شورا یو غړي وویل، له سختو جګړو وروسته د پکتيا ميرزکې ولسوالۍ د طالبانو لاسته ته ولوېده.

د پکتيا د ولايتي شورا دغه غړي د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وويل، چې له تېرو لسو ورځو سختو نښتو وروسته امنيتي ځواکونه د ولسوالۍ له مقام څخه په شا شوي دي.

نوموړي د ميرزکې ولسوالۍ د نيولو لامل د امنيتي ادارو بېغوري په ګوته کړې وه او ویې ویل، که هلته په وخت ميشتو ځواکونو ته هوايي ملاتړ وررسېدلی وای، نو طالبانو نه شوای کولی، چې د ميرزکې مهمه ولسوالي ونيسي.

ميرزکه په داسې حال کې د طالبانو له خوا نيول کيږي، چې اوس مهال د پکتيا ولايت په زرمت، روحاني بابا، احمدخېلو او ځاځي اريوب ولسواليو کې تودې جګړې روانې دي.

خو ښاغلي فدايي زياته کړه، چې اوس مهال افغان ځواکونه د پکتيا ولايت په زرمت او روحاني بابا ولسواليو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه په عملياتو بوخت دي، چې د هغه په خبره پيل شوي عمليات يې په برياليتوب په مخ روان دي.

د فدايي په وينا چې د زرمت او روحاني بابا ولسواليو ته په غځېدلو لويو لارو کې د وسله والو طالبانو له خوا ځای په ځای شوي ماينونه هم خنثی کړي دي.