یمن کې پر یوه زندان د سعودي عربستان په برید کې ۹ بندیان وژل شوي

FAYEZ NURELDINE / AFP

د یمن حوثیانو ویلي چې د سعودي عربستان په یوه هوايي برید کې، چې د یمن په شمال لوېدیځ کې پر یوه زندان شوی، نهه بندیان وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د حوثیانو یوه چارواکي عبدالقادر مرتضی د سه‌شنبې په ورځ د دې ډلې اړوند «صبا» خبري اژانس ته ویلي چې دغه برید تېره شپه د الجوف ولایت په حزم سیمه کې شوی دی.

نوموړي ویلي، نهه بندیان چې د وروستیو پېښو په تړاو نیول شوي وو، هغه مهال ووژل شول چې د حزم په سیمه کې د دوی پر زندان برید وشو.

د ایران له ملاتړ برخمنو حوثیانو او سعودي عربستان ترمنځ نښتې څو اوونۍ وړاندې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د صنعا پر هوايي ډګر هوايي برید وشو. د راپورونو له مخې، دغه برید د یوه ایراني الوتکې د مخنیوي لپاره شوی و.

د سعودي عربستان په ملاتړ د یمن حکومت د دغه برید مسوولیت منلی و، خو حوثیانو بیا سعودي عربستان د برید عامل بللی و.

حوثیانو پر سعودي عربستان د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو ترڅنګ، د یمن د حکومت پر ځواکونو پراخ ځمکني عملیات هم پیل کړي دي. د راپورونو له مخې، دغې ډلې د سره سمندر ټول ساحلي سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.

په وروستیو ورځو کې د سعودي عربستان له خوا د حوثیانو پر مواضعو هوايي بریدونه دوام لري او حوثیان هم پر سعودي عربستان د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کوي.

سعودي عربستان له خپلو متحدانو، په ځانګړي ډول له امریکا، د حوثیانو پر وړاندې د همکارۍ غوښتنه کړې، خو تر اوسه دغه همکاري په عملي توګه نه ده شوې.

په ورته وخت کې، د جګړې د پراخېدو او په منځني ختیځ کې د انرژۍ د نړیوالې عرضې د بهیر د لا ګډوډېدو په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته