د «مثبتې سولې شاخص» راپور ښيي چې افغانستان د سویلي اسیا یوازینی هېواد دی چې په تېره یوه لسیزه (۲۰۱۵ ـ ۲۰۲۴) کې د «مثبتې سولې» په برخه کې یې وضعیت مخ پر خرابېدو و.
په دې وروستي خپاره شوي راپور کې افغانستان د نړۍ د ۱۶۳ هېوادونو په منځ کې د ۴.۱۹ نمرو په ترلاسه کولو سره په ۱۵۷م ځای کې راغلی او د مثبتې سولې له پلوه د «ډېرې ټیټې» کچې هېوادونو په ډله کې شامل شوی دی.
د «مثبتې سولې» په شاخص کې ډنمارک تر ټولو ښه وضعیت لري. له افغانستان وروسته د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، یمن، چاد، د مرکزي افریقا جمهوریت، جنوبي سوډان او سومالیا په ترتیب سره تر ټولو خراب وضعیت لري.
د راپور له مخې، د افغانستان شاتګ د «سیاسي فضا د پرانیستوالي» او «د معلوماتو د ازاد جریان» اړوندو شاخصونو کې د پام وړ کمښت له امله رامنځته شوی دی.
په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د مطبوعاتو ازادي ۷۸.۸ سلنه خرابه شوې چې دا د سویلي اسیا په ټوله سیمه کې په یوه شاخص کې تر ټولو لوی شاتګ دی.
دغه شاخص ښيي چې افغانستان د معلوماتو د کیفیت په برخه کې هم ۲۳.۴ سلنه او د هغو قوانینو په برخه کې چې د ټولنې له ټولو قشرونو سره د برابر چلند ملاتړ کوي، ۲۵ سلنه شاتګ کړی دی.
سربېره پر دې، افغانستان د «ټولنیزو ـ اقتصادي ډلو د محرومیت شاخص» کې هم ۲۰.۴ سلنه شاتګ کړی دی. دغه شاخص هغه وضعیت ته اشاره کوي چې په کې د ټولنې افراد یا ډلې د خپل مالي وضعیت، ټولنیزې طبقې، عاید یا دندې له امله له لومړنیو حقونو، اقتصادي فرصتونو او ټولنیز مشارکت څخه محرومېږي.
د «مثبتې سولې شاخص» له مخې، افغانستان د «دولت د اغېزمنتیا» په برخه کې هم ۱۳.۲ سلنه شاتګ کړی او وضعیت یې خراب شوی دی.
مثبت سوله څه ده؟
«د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ» مثبته سوله د «هغو چلندونو، بنسټونو او جوړښتونو» په توګه تعریفوي چې سولهییزې ټولنې رامنځته او ساتي.
د دغه انسټیټیوټ د تعریف له مخې، د مثبتې سولې مفهوم د «تاوتریخوالي نشتوالي» یا منفي سولې پر ځای، د هغو جوړښتي شرایطو پر رامنځته کولو تمرکز کوي چې د انساني وړتیاوو د غوړېدو او د ناڅاپي بحرانونو پر وړاندې د ټولنې د مقاومت د زیاتېدو زمینه برابروي.
دغه انسټیټیوټ د «مثبتې سولې شاخص» په راپور کې په هېوادونو کې سوله د ټولنې په درېیو پراخو برخو، یعنې «چلندونه، بنسټونه او جوړښتونه» او همداراز په اتو اساسي شاخصونو کې ارزوي.
دغه اته شاخصونه اغېزمن حکومت، سالم سوداګریز چاپېریال، د سرچینو عادلانه وېش، د نورو د حقونو منل، له ګاونډیانو سره ښې اړیکې، د معلوماتو ازاد جریان، د بشري پانګې لوړه کچه او د فساد ټیټه کچه دي.
د راپور له مخې، هر یو له دغو شاخصونو څخه څو فرعي شاخصونه هم لري چې په جزیاتو او د تجربوي معلوماتو پر بنسټ تعریف او ارزول شوي دي. په ټوله کې د دغو شاخصونو شمېر ۲۴ ته رسېږي.
«د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ» ویلي: «سوله د یوې اغېزمنې ټولنې فرعي محصول نه، بلکې د هغې بنسټ او اساس دی؛ داسې بنسټ چې اندازه کېدای شي او د ټولنې د بیا رغونې او نوي کېدو لپاره ترې کار اخیستل کېدای شي.»
دغه انسټیټیوټ زیاته کړې چې دا لیدلوری د هغو ډېرو هېوادونو لپاره مهمې پایلې لري چې له کم اقتصادي ودې او ټولنیزو کړکېچونو سره مخ دي.
د «اقتصاد او سولې انسټیټیوټ» په وینا، د مثبتې سولې چوکاټ چې د څه باندې یوې لسیزې تجربوي څېړنو پایله ده، «د سولهییزو هېوادونو د رامنځته کېدو د عواملو په اړه د تر ټولو هراړخیزو تحلیلي ټولګو» له ډلې دی.
د دغه انسټیټیوټ په وینا، دا چوکاټ یو منظم او پرمختګکوونکی ماهیت لري او د هر هېواد د پراختیا له کچې پرته پکې کارول کېدای شي.
د انسټیټیوټ په خبره، د دغه چوکاټ یوه مهمه ځانګړنه له سیمهییزو ټولنو سره د سمون وړتیا ده، داسې چې اوس مهال یې اړوند فعالیتونه په څه باندې ۱۵۰ هېوادونو کې روان دي.
«د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ» زیاتوي چې «د مثبتې سولې شاخص» د سولې اړوندو عواملو، د هېوادونو د سولهییزوالي د کچې د بدلون پر اغېزو او د وخت په تېرېدو سره د هغوی د وضعیت د تحول په تحلیل کې مرسته کوي.
د دغه انسټیټیوټ په وینا، د دې شاخص ځواک د هغه د جوړولو په طریقه کې دی چې په بشپړه توګه پر تجربوي معلوماتو ولاړه ده او د څه باندې ۲۰ زرو شاخصونو پر احصایوي ارزونو تکیه کوي. دغه شاخص د نړۍ د ۹۹.۷ سلنه وګړو پوښښ کوي.
د هېوادونو وضعیت څنګه و؟
د «مثبتې سولې شاخص» د راپور له مخې، ډنمارک، فنلنډ، سویډن، سویس، ناروې، ایرلنډ، نیوزیلنډ، استرالیا، هالنډ او ایسلنډ د نړۍ لس غوره هېوادونه دي او د سولې او د بحرانونو پر وړاندې د مقاومت د ساتلو لپاره تر ټولو پیاوړي او باثباته جوړښتي، بنسټیز او ټولنیز اساسونه لري.
په راپور کې راغلي چې په تېره یوه لسیزه کې هغه ۵۹ هېوادونه چې د خپلې کورنۍ سولې په وضعیت کې یې تر ټولو زیات پرمختګ کړی، د «مثبتې سولې» په برخه کې هم د نړۍ د نورو هېوادونو د منځني پرمختګ په پرتله څلور برابره زیات پرمختګ کړی دی.
د راپور له مخې، د دغو هېوادونو فعالیت په ۲۴ شاخصونو کې په ۲۱ برخو کې د نړۍ له منځني کچې لوړ و. تر ټولو زیات پرمختګ په هغو شاخصونو کې شوی چې د حکومتولۍ له کیفیت او ټولنیز یووالي سره نږدې اړیکه لري؛ له دې ډلې د قانون حاکمیت، د فساد کنټرول او د ډلو ترمنځ ناخوښۍ یادې شوې دي.
په راپور کې ویل شوي چې د سویلي اسیا هېوادونو په تېره یوه لسیزه کې د «مثبتې سولې» په شاخص کې د پرمختګ له تر ټولو لوړو منځنیو کچو څخه یوه ثبت کړې او له ۲۰۱۵ کال راهیسې یې ۲.۹ سلنه پرمختګ کړی دی.
د راپور له مخې، د سویلي اسیا له اوو هېوادونو څخه شپږو پرمختګ کړی دی. سریلانکا د ۶.۳ سلنې او هند د شپږ سلنې پرمختګ په ثبتولو سره تر ټولو زیات پرمختګ کړی دی.
سربېره پر سریلانکا او هند، نیپال ۴.۷ سلنه، بوتان ۴.۱ سلنه، بنګلهدېش ۳.۵ سلنه او پاکستان ۰.۹ سلنه پرمختګ کړی دی.
افغانستان په دې سیمه کې یوازینی هېواد دی چې نه یوازې پرمختګ یې نه دی کړی، بلکې ۳.۳ سلنه شاتګ یې کړی او وضعیت یې لا خراب شوی دی.
