د لغمان سیمهییز مسوولان وايي، د دغه ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د لغمان امنیه قوماندانۍ لپاره طالب ویاند محمد یونس یوسفزي ویلي، چې نن (سهشنبه، ۳۱ د وږي) د بادپښ ولسوالۍ اړوند د «کپرګلۍ» په سیمه کې یو فلاینکوچ موټر د چټک تګ له امله له سړک څخه وتلی او چپه شوی دی.
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه نور کسان ټپیان شوي دي.
یوسفزي ویلي چې ټپیان پر وخت روغتون ته لېږدول شوي او د ډاکترانو یې روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د بلخ ـ سمنګان پر لویه لار د «سراچه» او «پاسو» ډوله دوو موټرو د ټکر له امله یوه ۷۲ کلنه ښځه مړه او درې نور کسان ټپیان شوي وو.
د سړکونو خرابوالی، د ترافیکي قوانینو نه مراعات او د موټر چلوونکو بېاحتیاطي په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له عمده لاملونو څخه ګڼل کېږي.
