اطلاعات روز: که څه هم د خوست جوړېدونکې هوايي ډګر لا تر اوسه ګټې اخيستنې ته نه دی سپارل شوی، خو نن سهار (دوشنبه، ۳۱ د غبرګولي) له عربي اماراتو له مساپرو بار د اریانا افغان هوایي شرکت يوې الوتکې ناسته وکړه.
د خوست ولايتي مسوولين وايي، ډېر ژر به په دې ولايت کې جوړېدونکې هوايي ميدان چې تر ډېره يې چارې بشپړې شوې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د خوست والي مهمند کټوازي په همدې موخه په جوړو شويو مراسمو کې دا د افغان مساپرو او د اقتصادي پياوړتيا لپاره مهم ګام بولي.
څه موده وړاندې د خوست ولايت د ولايتي شورا ځينو غړو او مدني فعالانو نيوکه کړې وه، چې د جوړ شوي هوايي ډګر ځينې برخې په خراب کيفيت ترسره شوې دي، خو د همدې ډګر جوړېدونکي شرکت بيا دا ادعا په کلکه رد کړه.