د کندهار ـ سپین بولدک پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي دي.
په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې دغه پېښه د دوشنبې په ماښام (۴ عقرب) د تختهپل ولسوالۍ اړوند د تور کوتل په سیمه کې د یوه «فورنر» او یوه «فلډر» موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې د فلډر موټر څلور سپرلي مړه شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د فورنر موټر چلوونکی له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی دی.
خو په کندهار کې ولسي سرچینې د دغې پېښې د مرګژوبلې شمېر پنځه مړه او درې ټپیان ښيي.
د یوې سرچینې په وینا، د فلډر موټر پنځه سپرلي مړه شوي او د فورنر موټر درې سپرلي سخت ټپیان شوي دي.
سرچینې د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي بللې ده.
