له ټرمپ سره د لیدنې له امله کاتولیک اسقفانو بښنه وغوښته

په امریکا کې د کاتولیکې کلیسا دوو لوړپوړو اسقفانو په سپینه ماڼۍ کې د دغه هېواد له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې له امله په عامه توګه بښنه غوښتې او ویلي یې دي چې له دې غونډې څخه د هغوی له حضور څخه سیاسي ناوړه ګټه اخیستل شوې ده.

د میلواکي ښار ارشپ جفري ګروب په خپله د بښنې په اعلامیه کې ویلي: «ما فکر کاوه چې دا لیدنه به خصوصي وي او په سیاسي تبلیغاتي عکس اخیستلو به بدله نه شي.»

هغه زیاته کړې چې د ولسمشر ټرمپ سره په لیدنه کې د خپل حضور له امله د خلکو د «خفګان او ګډوډۍ» په رامنځته کېدو خواشینی دی.

د آیوا ایالت د ډي موین ښار اسقف ویلیام یانسن هم په یوه اعلامیه کې ویلي: «کاشکې زه ډېر هوښیار او لږ ساده‌باوره وای.»

هغه زیاته کړې چې «ځینو کسانو زموږ له لیدنې څخه د ګوندي سیاسي موخو لپاره ناوړه ګټه اخیستې ده.»

یانسن ټینګار کړی چې اسقفانو په دې غونډه کې د ګډون له لارې د هېڅ سیاسي ګوند یا نوماند د ملاتړ اراده نه درلوده. هغه ویلي: «موږ په هېڅ ډول دا نیت نه درلود چې په دې غونډه کې د ګډون له لارې له کوم سیاسي ګوند یا مشخص نوماند څخه خپل ملاتړ اعلان کړو.»

دا لیدنه د تېرې پنجشنبې په ورځ (۳۰ میزان) په سپینه ماڼۍ کې د ۱۲ کاتولیک اسقفانو په ګډون ترسره شوه.

ګروب ویلي چې دا غونډه د کډوالۍ د پالیسیو د پلي کېدو، بهرنیو دیني عالمانو ته د ویزو د صادرولو او «د بېوزلو او زیان‌منونکو کسانو د استثمار» په اړه د خبرو اترو په موخه جوړه شوې وه.

دا پروګرام د هریټېج بنسټ په همغږۍ جوړ شوی و او اسقفانو ویلي چې هغوی ته ویل شوي وو چې غونډه به خصوصي وي. خو د دې لیدنې د انځورونو خپرېدل د اسقفانو لپاره په تاوان تمام شول.

اسقفان د سپینې ماڼۍ له کارکوونکو او د پالیسۍ له سلاکارانو سره تر شاوخوا ۹۰ دقیقو خبرو وروسته د سپینې ماڼۍ د بیضوي دفتر ته ولېږدول شول. هلته ډونالډ ټرمپ د هغوی هرکلی وکړ او وروسته د غونډې د جوړوونکو په غوښتنه، اسقفان د هغه تر شا ودرېدل او دعا یې ورته وکړه.

ګروب ویلي چې هغوی نه وو خبر چې له دې صحنې فلم اخیستل کېږي او د انځورونو او ویډیوګانو د خپرولو اجازه یې هم نه وه ورکړې.

د ولسمشر ځانګړې مرستیالې او د سپینې ماڼۍ د اړیکو سلاکارې مارګو مارتین د دې مراسمو انځورونه او ویډیو په اېکس ټولنیزه شبکه کې خپاره کړل.

د امریکا د منځمهاله ټاکنو په درشل کې د دغو مطالبو خپرېدو دا برداشت رامنځته کړ چې اسقفان د ټرمپ او د جمهوري‌پال ګوند د سیاستونو ملاتړ کوي.

خو اسقفانو د دې لیدنې له امله د پښېمانۍ په څرګندولو سره ویلي چې د انځورونو خپرول د مذهبي نښو او سمبولونو څخه د تبلیغاتي ګټې اخیستنې او د دې انګېرنې د رامنځته کولو هڅه وه چې ګواکې د کاتولیکو مشرانو د ولسمشر ملاتړ کړی دی.

د میلواکي ارشپ هم په خپله اعلامیه کې ویلي چې دعا، چې د دیني مشرانو لپاره یو سپېڅلی عمل دی، «په سیاسي بڼه» ترې ګټه اخیستل شوې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته