مایکروسافټ شرکت اعلان کړی، چې شاوخوا ۶۰ زرو کارکوونکو ته به د مالي امتیازونو په بدل کې د دندو پرېښودو وړاندیز وکړي. دغه شمېر د دې شرکت د ټول کاري ځواک نږدې څلورمه برخه جوړوي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغه ستره ټکنالوژیکي کمپنۍ په داسې حال کې د لګښتونو کمولو هڅه کوي، چې د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې پراخې پانګونې کوي.
د مایکروسافټ د یوه ویاند په وینا، په امریکا، کاناډا، هند او بریتانیا کې د مشخصو ټیمونو هغه کارکوونکي د دې وړاندیز شرایط پوره کوي، چې د مرستیال رئیس په کچه یا تر دې ټیټو بستونو کې کار کوي.
خو د کارکوونکو ځینې ډلې، د بېلګې په توګه د معلوماتو د زېرمه کولو د مرکزونو، پلور او بازارموندنې د برخو یو شمېر کارکوونکي، له دې طرحې مستثنا شوي دي.
د مایکروسافټ اجرائیوي مرستیالې او د بشري سرچینو مشرې، ایمي کولمن، کارکوونکو ته په یوه یادښت کې لیکلي: «د داوطلبانه وتلو وړاندیز د بدلون په اړه زموږ د بدلېدونکې تګلارې یوه مهمه برخه ده؛ داسې تګلاره چې لا ډېره انعطافمنونکې ده او، چېرته چې امکان ولري، کارکوونکو ته د خپل مسلکي ژوند د راتلونکي پړاو د ټاکلو لپاره ډېرې لارې برابروي.»
دا په روان کال کې دویم ځل دی، چې مایکروسافټ خپلو کارکوونکو ته د مالي امتیازونو په بدل کې د دندو پرېښودو یا د داوطلبانه تقاعد وړاندیز کوي.
راپورونه ښيي، چې دې شرکت د اپرېل په میاشت کې په امریکا کې د خپل کاري ځواک شاوخوا اووه سلنه کارکوونکو ته د وختي تقاعد فرصت وړاندیز کړی و.
د سياېنبيسي خبري شبکې د راپور له مخې، شاوخوا ۳۰ سلنه هغو کارکوونکو، چې د دې طرحې شرایط یې پوره کول، د داوطلبانه تقاعد وړاندیز منلی و.
د څارونکو ادارو ته د وړاندې شویو اسنادو له مخې، مایکروسافټ د جون میاشتې په پای کې په ټوله نړۍ کې ۲۲۳ زره کارکوونکي لرل؛ په داسې حال کې چې د ۲۰۲۵ کال په پای کې د دې شرکت د کارکوونکو شمېر ۲۲۸ زره و.
د مایکروسافټ د کاري ځواک شاوخوا ۲۷ سلنه کارکوونکي د داوطلبانه دندې پرېښودو د نوي وړاندیز شرایط پوره کوي.
تمه ده چې دغه شرکت د روانې اوونۍ په وروستیو کې د درېمیاشتني عاید راپور خپور کړي.
مایکروسافټ د نورو سترو ټکنالوژیکي شرکتونو په څېر، د معلوماتو د زېرمه کولو په مرکزونو او د مصنوعي ځیرکتیا په چپونو سلګونه میلیارده ډالره پانګونه کوي.
د دغو پراخو لګښتونو له امله پانګهوالو دا پوښتنه راپورته کړې، چې ایا د دې پانګونو عاید به د هغوی درانه لګښتونه توجیه کړي او که نه.
