پکتیا

طالبانو د پکتیا څمکني، جانیخېل او پټان ولسوالۍ هم ونیولې

اطلاعات روز: د پکتیا ولایتي شورا مشر وایي، وسله والو طالبانو د پکتيا څمکنيو، جانيخېلو او پټان ولسوالۍ هم تر خپل واک لاندې راوستې.

د پکتيا ولايت د ولايتي شورا رییس عبدالمالک ځاځي نن (چهارشنبه، ۲ د چنګاښ) اطلاعات روز ته وويل، چې له تېرې ورځې راهيسې وسله والو طالبانو د پکتيا ولايت درې نوې ختيځې ولسوالۍ څمکني، جانيخېل او ډنډپټان هم له افغان ځواکونو نيولې دي.

د نوموړي په خبره چې څمکني د پکتيا کليدي او سوداګريزه ولسوالۍ تېره ورځ ماسپښين مهال له افغان ځواکونو سره له مقاومت پرته تر خپل واک لاندې راوستله.

نوموړی زياتوي، چې وسله والو طالبانو له افغان ځواکونو ځينې نيول شوي زغروال ګاډي او نور مهمات له کرښې پورې غاړې پاکستان ته اړولي دي.

طالبانو بيا د دې ادعا په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال وسله وال طالبان د پکتيا ولايت په ۷ ولسوالۍ حاکم دي او افغان ځواکونو ورڅخه تاکتيکي شاتګ کړی دی.