طالبان اردو

«طالبانو پوځ اسلامي او نظامي روزل کېږي چې د نړۍ ستر هېوادونه دا ډول پوځ نه لري»

اطلاعات روز: د طالبانو د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ملا نورالله نوري وایي، د طالبانو پوځ اسلامي او نظامي روزل کيږي چې په وینا یې د نړۍ ستر هېوادونه دغه ډول پوځ نه لري.

په سوېل کې د د ۲۰۵ البدر قول اردو د زابل ولايت د دویمې پلې لوا څخه ۳۰۰ تنه طالبان له نظامي زده کړو وروسته فارغ شول.

دغه فراغت غونډې ته چې د طالبانو د سرحدونو او قبايلو چارو وزیر هم په کې ګډون کړی وه، زياته يې کړه چې د طالبانو له خوا د افغانستان اوسنی جوړيدونکی پوځ په اسلامي روحیې او نظامي زده کړو سمباليږي چې په ټوله نړۍ کې يې مثال نه ليدل کيږي.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزیر ملا نورالله نوري چې په ياده فراغت غونډه کې خبرې کولې، زياته يې کړه چې د طالبانو لخوا روزل شوو کسانو ته د نورو زده کړو ترڅنګ بشپړه اسلامي روزنه او روحیه هم ورکول کيږي چې د نړۍ ستر هېوادونه دغه ډول پوځ نه لري.

نورالله نوري تازه فارغ شویو طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې تاسو د دې هيواد هغه سرمايه ياست چي ډير پرمختللي هيوادونه يې نه لري، تاسو د طالبانو د قوت رمز ياست. هغه زیاته کړې: «د نړۍ هيڅ وسله وال پوځ يوازې په پرمختللو وسلو او نوې ټکنالوژۍ بريا نه شي ګټلی، هغه پوځ چي د عسکري تربيت تر څنګ فکري او عقيدوي روزنه ولري په هيڅ ډګر کې به ماتې و نه خوري.»

دغه فارغ شویو کسانو ته چې دوې مياشتې يې نظامي زده کړي ترسره کړي دي د اسلامي روزنې ترڅنګ فکري، عقيدوي، استخباراتي او د ښاري نظم او امنيت، د وسلو د استعمال او حرفوي زده کړې ورکول شوې دي.

د نظامي زده کړو څخه د فارغه شوو طالبانو استادان وايي چي د دوی روزل شوي سرتيرې به د هيواد د سرحدونو په ساتنه، د امنيت په ټينګولو او د امن ضد ډلو له منځه وړلو کې مهم رول ادا کړي.

د فراغت غونډې وروسته د عسکري وړتيا نمايش، د ثقيله او خفيفه وسلو انداخت او رمايه هم تر سره شول.