فصیح‌الدین فطرت: د طالبانو مخالفان «افغانان نه دي او له افغانستانه نه دي»

د طالبانو د پوځ لوی درستیز، فصیح‌الدین فطرت وايي، د دې ډلې وسله‌وال مخالفان «افغانان نه دي او له افغانستانه نه دي» او د «بهرنیانو» په لارښوونه د طالبانو پر ضد جګړه کوي.

فطرت دغه څرګندونې نن (یک‌شنبه، د لړم ۱۷مه) په کابل کې یوې غونډې ته کړې دي. نوموړي د «افغانستان د ازادۍ جبهې» او «ملي مقاومت جبهې» نومونه یاد کړي او دغه جبهې یې «نمایشي جبهې» بللې دي.

هغه زیاته کړې، چې د دغو جبهې غړو شل کاله طالبان د پاکستان د «اجنټانو» په نوم ځپلي وو، خو اوس پخپله د پاکستان لمنې ته لوېدلي او له هغه ځایه تمویلېږي او تجهیزېږي.

د فطرت په وینا، دغه ډلې غواړي د پاکستان په لارښوونه او ملاتړ د افغانستان خلک وځوروي او په هېواد کې ناامني رامنځته کړي.

نوموړي د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړی چې دغه جبهې د هېواد د ناامنه کولو توان نه لري.

طالبانو تر دې وړاندې هم څو ځله پاکستان تورن کړی چې د دوی له وسله‌والو مخالفانو ملاتړ کوي.

د طالبانو دغې ډلې ادعا کړې وه چې په نورستان او بدخشان ولایتونو کې یې د «افغانستان د ازادۍ جبهې» له غړو سره تر نښتو وروسته، د دغو ډلو وسله‌وال له پاکستانه افغانستان ته داخل شوي او د هغه هېواد ملاتړ ورسره دی.

خو پاکستان د طالبانو د چارواکو دغه ادعاوې «بې‌بنسټه» بللې او رد کړې یې دي. پاکستان ویلي چې په دغو دوو ولایتونو کې په نښتو کې لاس نه لري او د طالبانو له وسله‌والو مخالفانو هم ملاتړ نه کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته