په کونړ ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي، چې د یوې کورنۍ د شخړې پر مهال یوه ښځه او د هغې ځوان زوی په ډزو وژل شوي دي.
ویل کېږي، چې د دغې ښځې د مېړه ورور د دوی په وژلو تورن دی.
د کونړ د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې دا پېښه نن (یکشنبه، د لړم ۱۷مه) له غرمې وروسته د پېچ درې ولسوالۍ د «تنتیل» په کلي کې رامنځته شوې ده.
د یادې قوماندانۍ په وینا، د دغې پېښې لامل کورنۍ اختلافات دي؛ خو د شخړې د څرنګوالي په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
د طالبانو امنیه قوماندانۍ زیاته کړې، چې د وژنې په تړاو شکمن کس د طالبانو د ځواکونو له خوا نیول شوی دی.
د یادې قوماندانۍ مسوولینو د وژل شویو کسانو او شکمن کس هویت نه دی په ډاګه کړی.
