په سرپل کې د پخواني حکومت د یوه سرتېري جسد له څاه څخه موندل شوی

د سرپل ولایت سرچینې وايي، د پخواني حکومت د پولیسو د یوه غړي جسد له یوې څاه څخه موندل شوی دی. د سرچینو په وینا، دغه پخوانی نظامي په مرموز ډول په ډزو وژل شوی دی.

یوې سرچینې نن (یک‌شنبه، د لړم ۱۷مه) اطلاعات روز ورځپاڼې ته په یوه پیغام کې ویلي، چې د دغه پخواني نظامي نوم عبدالبشیر محمدي و او اصلي اوسېدونکی د سرپل د سوزمه‌کلا ولسوالۍ و.

د سرچینې په خبره، ۲۸ کلن عبدالبشیر د پخواني حکومت پر مهال د سرپل د امنیه قوماندانۍ په چوکاټ کې دنده ترسره کوله او د جمهوري نظام له سقوط وروسته یې د دغه ولایت په مرکز کې د موټرچلوونکي په توګه کار کاوه.

سرچینې زیاته کړې، چې عبدالبشیر له تېرو ۲۵ ورځو راهیسې ورک و او کورنۍ یې ګومان کاوه چې ایران یا ترکیې ته تللی دی. خو د شنبې په ناوخته (د لړم ۱۶مه) یې جسد د سرپل ښار په توغني سیمه کې له یوې څاه څخه موندل شوی دی.

د سرچینې په وینا، د سیمې اوسېدونکو جسد له څاه څخه ایستلی او د هغه د تذکرې او جامو له کتنې وروسته یې پېژندلی چې جسد د عبدالبشیر محمدي دی.

سرچینې ویلي، د طالبانو پولیسو ورته ویلي چې عبدالبشیر محمدي د تفنګچې په ډزو وژل شوی دی؛ خو د هغه د وژنې انګېزه او عاملان لا هم نه دي معلوم.

په تېرو پنځو کلونو کې، سره له دې چې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې، د پخوانیو نظامیانو د وژنو پېښې دوام لري. په ځینو مواردو کې، د الله‌داد په څېر یو شمېر پخواني نظامیان د طالبانو له لوري نیول شوي او وروسته یې جسدونه کورنیو ته سپارل شوي دي.

په نورو پېښو کې بیا پخواني نظامیان د ناپېژاندو کسانو له لوري په مرموز ډول وژل شوي دي. له دې سره، طالبان ادعا کوي چې د خپل مشر د عمومي عفوې فرمان ته ژمن دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته