د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې چې ځواکونو یې د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په تورغونډۍ بازار کې پر طالبانو برید کړی او د دې ډلې درې غړي یې وژلي دي.
دې جبهې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، برید تېره شپه (شنبه، د لړم ۱۶مه) شاوخوا ۹:۳۰ بجې ترسره شوی دی.
د اعلامیې له مخې، وژل شوي کسان د طالبانو د لویې لارې پولیسو غړي وو او له هغوی څخه درې میله وسلې او یوه مخابره هم ترلاسه شوې ده.
ملي مقاومت جبهې د دې برید پر مهال د خپلو ځواکونو د احتمالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
په هرات کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
ملي مقاومت جبهې تر دې وړاندې هم څو ځله په هرات کې د طالبانو پر ضد د بریدونو خبر ورکړی دی.
