د سېنېګال په سواحلو کې د کډوالو کښتۍ ډوبه شوې؛ لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي دي

د سېنېګال د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد په سواحلو کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه وزارت نن (یک‌شنبه، د لړم ۱۷مه) ویلي، چې چارواکو د شنبې ورځې تر ماښامه یو کس ژغورلی او د ۲۱ نورو کسانو جسدونه یې موندلي دي.

د سېنېګال د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي او چارواکي د احتمالي ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو هڅې کوي.

دا پېښه د «کمبري» ښار ته نږدې شوې، چې د سېنېګال له پلازمېنې ډاکار څخه شاوخوا ۱۸۰ کیلومتره شمال ته موقعیت لري.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کښتۍ کې هغه کسان سپاره وو چې غوښتل یې په غیرقانوني توګه له هېواده کډوال شي؛ خو د کښتۍ د سپرلیو کره شمېر یې نه دی په ډاګه کړی.

د «واکینګ بورډرز» په نوم د کډوالو د حقونو مدافع سازمان وايي، چې په وروستیو کلونو کې د لوېدیځې افریقا څخه د هسپانیې د کانري ټاپوګانو پر لور د تګ په لاره کې زرګونه کسان مړه شوي دي.

دغه سازمان د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې په دې مسیر کې د ۶۳۵ کسانو مړینه ثبت کړې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته