انځور: اطلاعات روز خبریال

د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د یو موټر د چپه کیدو له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د ترافیکي پیښې له امله یو کس وژل شوی او اووه تنه نور ژوبل شوي دي.

لغمان ولایت کې د طالبانو د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله نن (پنجشنبه، ۱۱ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، تیره ورځ ناوخته د کابل-جلال اباد پر لویه لار د لغمان اړوند عزیز خان کڅ سیمه کې  یو سراچه ډوله موټر له سړکه اوښتی چې له امله یې ۷ تنه ټپیان شوي دي.

مولوي حبیب الله وویل:«تیره ورځ ناوخته د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د عزیز خان کڅ سیمه کې د یو سراچه ډوله موټر لومړی ټایر چاودلی او بیا یې له یو پل چک سره ټکر کړی، چې له امله یې ۷ تنه ټپیان شوي او ټپیان په وخت روغتون ته لیږدول شوي دي.»

خو یو عیني شاهد بیا اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې په یاده پېښه کې اوو تنه ټپیان شوي او یو تن چې په خپله د همدې موټر چلوونکی دی وژل شوی دی.

تیره ورځ هم په لغمان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د سړکونو خرابوالی، دموټر چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعات  کول هغه لاملونه دي، چې له امله یې ډیر کله دا ډول پېښې رامنځته کیږي.