د جوزجان سیمهییزې سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یو سړی د خپل ورور له لوري وژل شوی دی.
یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه ۴۰ کلن سړی پرون (چهارشنبه، د تلې ۲۲مه) د شبرغان ښار د «بابه علي اوزبیکي» په کلي کې د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.
په جوزجان کې د طالبانو امنیتي مسوولانو د پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، چې د وژل شوي سړي ورور یې نیولی دی.
د جوزجان لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي ویلي، چې د وژل شوي سړي ورور د قتل په تور نیول شوی دی.
د حلیمي په وینا، دغه سړی د خپل ورور له لوري د چاقو په ګوزارونو ټپي شوی و او وروسته د مزارشریف ښار ابو علي سینا بلخي حوزوي روغتون ته تر لېږدولو وروسته یې ساه ورکړې ده.
هغه ویلي، چې د قتل انګېزه لا نه ده معلومه شوې او د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوې دي.
