د کندهار ولایت په مربوطاتو کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله لږ تر لږه پنځه کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د کندهار لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ د ترافیکي پېښو د څېړنې مسوول محمد طاهر ویلي، چې دا پېښه نن سهار (پنجشنبه، د تلې ۲۳مه) شاوخوا ۴:۳۰ بجې د دامان ولسوالۍ اړوند د «اعظمقلعه» په سیمه کې شوې ده.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس له یوه ټېلر باروړونکي موټر سره ټکر کړی دی.
د پېښې دقیق لامل لا نه دی معلوم، خو په ورته ډېری پېښو کې د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، په ځانګړي ډول تېز سرعت او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول، د هېواد پر لویو لارو د مرګژوبلې لاملونه بلل کېږي.
