ملګري ملتونه: د افغانستان شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي به په ژمي کې د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) او د خوړو نړیوال پروګرام وايي، اټکل کېږي چې د روان کال په ژمي کې به د افغانستان شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو دغو دوو ادارو نن (پنجشنبه، د تلې ۲۳مه) په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، تمه ده چې په افغانستان کې به د ۲۰۲۷ کال په اوږدو کې د خوارځواکۍ پېښې هم په پراخه کچه زیاتې شي.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه ارزونه د خوړو د خوندیتوب د پړاوونو د یوځای شوې طبقه‌بندۍ (IPC) د وروستي تحلیل پر بنسټ شوې ده. د دې تحلیل له مخې، د روان کال له نومبر څخه د راتلونکي میلادي کال تر اپرېل پورې، چې ژمی هم پکې شامل دی، ۱۹ میلیونه کسان به د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ وي.

د اعلامیې له مخې، دا شمېر د تېر کال د همدې مودې لپاره له اټکل شویو ۱۷.۴ میلیونو کسانو څخه لوړ دی.

د ملګرو ملتونو دغو دوو ادارو ویلي، اټکل کېږي چې له هغو کسانو څخه به پنځه میلیونه یې چې د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي، د لوږې له اضطراري وضعیت سره مخ شي، چې د خوړو د خوندیتوب د یوځای شوې طبقه‌بندۍ څلورم پړاو بلل کېږي. دغه شمېر د ۲۰۲۶ کال له اپرېل څخه تر سپټمبر پورې د شوې وړاندوینې دوه برابره دی.

د دوی په وینا، د بدخشان، بادغیس، دایکنډي، غور، سمنګان او سرپل ولایتونو او د غزني د کلیوالي سیمو لپاره د وضعیت تر ټولو سختې پایلې اټکل شوې دي. د مرګ‌ژوبلې او د خلکو د معیشت د بشپړ له منځه تلو د مخنیوي لپاره، بېړنیو خوراکي مرستو او په کرنیز سکتور کې عاجم ملاتړ ته جدي اړتیا ده.

د فائو او د خوړو نړیوال پروګرام په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې خوارځواکي په افغانستان کې د بشري ناورین پر یوې مهمې ځانګړنې بدله شوې او میندې او ماشومان تر ټولو ډېر زیان ورڅخه ویني.

د اعلامیې له مخې، تمه ده چې د خوارځواکۍ پېښې به د ۲۰۲۶ کال په پرتله نږدې ۱۰ سلنه زیاتې شي او څلور میلیونه کسانو ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو دغو دوو ادارو وړاندوینه کړې، چې په افغانستان کې به د خوارځواکۍ د پېښو څلورمه برخه شدیده او د ژوند ګواښوونکې وي.

دوی ویلي، سره له دې چې د خوارځواکۍ پېښې زیاتېږي، د مخنیوي او درملنې خدمتونه د اړتیاوو په پرتله ډېر شاته پاتې دي. د دې وضعیت له امله ښځې، په ځانګړي ډول ماشومان، له لا ډېرو خطرونو سره مخ دي.

فائو او د خوړو نړیوال پروګرام د خوراکي مرستو، بېړنیو کرنیزو ملاتړونو او د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې د پراخولو لپاره د سمدستي بودجې غوښتنه کړې ده.

دوی ویلي، دغه مرستې باید مخکې له دې کورنیو ته ورسېږي، چې ژمی له زیانمنو ټولنو سره د مرستو رسولو لارې محدودې کړي او بزګران د کرلو مهم فرصتونه له لاسه ورکړي.

دغو دوو ادارو ټینګار کړی، چې «افغانستان نه شي کولای یو بل کال هم د لوږې او خوارځواکۍ د زیاتېدو په حالت کې تېر کړي».

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان استازي، ریچارډ ټرنچارد، ویلي: «موږ باید همدا اوس عملي حللارې پراخې کړو، د وړاندوینې وړ ناورینونو تر رامنځته کېدو مخکې اقدام وکړو او د کرنیزو محصولاتو په پروسس او سیمه‌ییزو کرنیزو کاروبارونو کې پانګونه وکړو؛ هغه کاروبارونه چې بزګران له بازارونو سره نښلوي او دندې رامنځته کوي.»

هغه زیاته کړې: «کورنۍ د دې ژمي د تېرولو لپاره ملاتړ او د باوري عاید د ترلاسه کولو فرصتونو ته اړتیا لري، څو وکولای شي له راتلونکو ناورینونو سره د مقابلې وړتیا پیدا کړي.»

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د دفتر مسوول، جان آیلف، هم ویلي: «لوږه او خوارځواکي د افغان کورنیو ژوند لا ستونزمنوي او په داسې حال کې چې د دې وضعیت د کابو کولو لپاره اړینې سرچینې کمېږي، لا ډېر خلک د ناورین تر پولې رسوي.»

هغه زیاته کړې: «د دې بحران یوه اساسي ځانګړنه د مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو او د کمېدونکې بودجې ترمنځ د واټن ورځ تر بلې پراخېدل دي.»

د خوړو نړیوال پروګرام دغه مسوول ویلي، چې د اقدام لپاره وخت محدود دی او په چټکۍ سره پای ته رسېږي.

هغه ټینګار کړی: «د سمدستي ملاتړ په صورت کې کورنۍ کولای شي ژمی په عزت تېر کړي؛ خو له دې ملاتړ پرته به ډېرې کورنۍ له داسې ناممکنو انتخابونو سره مخ شي، چې هېڅ مور او پلار باید اړ نه شي چې دا ډول پرېکړې وکړي.»

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته دغه هېواد له پراخ بشري بحران سره مخ شوی، چې له امله یې میلیونونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

خو په وروستیو کلونو کې دا بحران د ګاونډیو هېوادونو له خوا د میلیونونو افغان کډوالو د ایستلو، اقلیمي ناورینونو، د سختې وچکالۍ، ناڅاپي سېلابونو، ویجاړوونکو زلزلو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو د تړل کېدو، د هرمز تنګي له لارې د توکو د لېږد د ګډوډېدو او د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله لا پسې سخت شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته