یوناما: طالبان له ښځو غواړي چې په کورونو کې پاتې شي او د خپلو مېړونو خدمت وکړي

په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د یوناما د بشري حقونو برخې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو چارواکي لا هم په ښکاره له ښځو غواړي چې «په کورونو کې پاتې شي، د خپلو مېړونو اطاعت وکړي او د هغوی خدمت وکړي.»

په راپور کې راغلي، چې د بېلګې په توګه، د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د روان میلادي کال د اګست پر شپږمه د جمعې د لمانځه په خطبه کې ویلي وو: «ښځې باید د خپلو مېړونو اطاعت وکړي، په کورونو کې پاتې شي، د مېړونو له اجازې پرته له کوره ونه وځي او د ښځو له لوري د خپلو مېړونو خدمت په اسلام کې لازمي وجیبه ده.»

د راپور له مخې، د روان میلادي کال د اګست پر ۱۶مه د طالبانو د عدلیې وزارت هم په اېکس ټولنیزه شبکه کې د «واعظانو نصاب» خپور کړی و، چې پکې راغلي وو: «مېړه د ښځې حاکم دی او ښځه مکلفه ده چې خپل مېړه خوشحاله وساتي.»

یوناما ویلي، چې په دغه نصاب کې واعظانو ته دا دنده هم سپارل شوې، چې «نارینه‌وو ته امر وکړي څو خپلې تر سرپرستۍ لاندې ښځې اړې کړي چې له نامحرمو سره د مخامخ کېدو پر مهال حجاب مراعت کړي.»

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې په ټولنه کې د ښځو پر حضور او فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي دي.

دغه ډله د ښځو د ټول بدن پټول «لازمي» بولي، د ښځو غږ «عورت» ګڼي او له کوره بهر د هغوی د غږ اورېدل حرام بولي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته