امریکا غواړي د دوو افغانانو په ګډون د ۴۰ کسانو تابعیت لغوه کړي

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې اعلان کړی، چې د دغه هېواد د عدلیې وزارت په همکارۍ یې د ۴۰ کسانو د تابعیت لغوه کولو لپاره قضیې جوړې کړې دي، چې دوه افغانان هم پکې شامل دي.

د امریکا د عدلیې وزارت په وېب‌پاڼه کې د خپرې شوې اعلامیې له مخې، دغه کسان پر درنو جرمونو تورن دي، چې په کې د یوه بهرني دولت د اجنټ په توګه فعالیت، د هویت جعل، غیرعمدي وژنه او له ځانګړي وضعیت لرونکي یوه سړي سره په تاوتریخوالي مل جنسي تېری شامل دي.

په اعلامیه کې د هغو دوو افغانانو نومونه وارث‌جان صافي، ۵۵ کلن، او اسدجان رامین، ۵۷ کلن، ښودل شوي چې د تابعیت د لغوه کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې ویلي، چې د وارث‌جان صافي، چې د «طارق محمود» په نوم هم پېژندل کېږي، پر ضد یې د نیویارک د ختیځې ناحیې په سیمه‌ییزه محکمه کې شکایت ثبت کړی دی.

د دغې ادارې په وینا، د شکایت موخه د وارث‌جان صافي د تابعیت لغوه کول دي؛ ځکه هغه د امریکا تابعیت په ناقانونه توګه ترلاسه کړی او د تابعیت اخیستو په بهیر کې یې په قصدي ډول د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې ته مهم حقایق تحریف کړي یا پټ کړي دي.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې د اعلامیې له مخې، صافي په ۱۹۹۵ کال کې د پاکستان له جعلي پاسپورټ او د «طارق محمود» له نوم څخه په استفادې امریکا ته داخل شوی و. د هویت تر افشا کېدو وروسته یې اعتراف کړی و، چې د افغانستان تبعه دی. له دې وروسته د هغه د ایستلو قانوني بهیر پیل شو او په همدې کال کې د کډوالۍ یوه قاضي له امریکا څخه د هغه د ایستلو حکم صادر کړ.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې زیاته کړې، چې صافي د قاضي د حکم له منلو او له امریکا څخه د وتلو پر ځای، ځان ته نوی هویت جوړ کړ، له یوې امریکایۍ تبعه سره یې واده وکړ او د دې واده له لارې یې د قانوني دایمي استوګنې وضعیت ترلاسه کړ.

د دغې ادارې په وینا، صافي د تابعیت اخیستو په مرکه کې، سره له دې چې لوړه یې کړې وه، د خپلو بېلابېلو هویتونو، د کډوالۍ د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د هم‌مهاله غوښتنلیکونو او نورو ناقانونه کړنو په اړه یې څه نه وو ویلي؛ هغه کړنې چې د تابعیت د ترلاسه کولو مخه نیسي.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې ویلي، چې د اسدجان رامین د تابعیت د لغوه کولو لپاره یې هم د پنسلوانیا ایالت د ختیځې ناحیې په سیمه‌ییزه محکمه کې شکایت ثبت کړی دی. د ادارې په وینا، رامین نږدې ۳۰ کاله د هویت په جعل کې ښکېل و.

ادارې ویلي، چې رامین د «احمدشاه کوهستاني» په نوم د یوه کس په توګه ځان معرفي کړی و او په دې توګه یې د کډوالۍ ګڼ امتیازونه ترلاسه کړي وو، چې په پایله کې یې د امریکا تابعیت هم ترلاسه کړی و.

د اعلامیې له مخې، هغه د تابعیت اخیستو په بهیر کې خپل نوم له «احمدشاه کوهستاني» څخه «اسدجان رامین» ته بدل کړ؛ په داسې حال کې چې اصلي نوم یې له پیله اسدجان رامین و او هېڅکله احمدشاه کوهستاني نه و.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې ویلي، چې رامین د افغانستان د یوه بل تبعه هویت د هغه له خبرتیا او رضایت پرته غلا کړی و.

د دغې ادارې په خپاره کړي نوملړ کې د ایران، پاکستان، هند، فلیپین، مکسیکو، انګلستان، وینزویلا او کیوبا په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د وګړو نومونه هم شامل دي.

ادارې ویلي، د امریکا د کډوالۍ او تابعیت قانون له مخې، که د یوه کس تابعیت په ناقانونه توګه یا د مهمو حقایقو په پټولو او دروغ ویلو ترلاسه شوی وي، نو د هغه تابعیت لغوه کېدای شي او د تابعیت سند یې باطلېدای شي.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې دغه اقدام د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر مهال په یوه وخت کې د تابعیت د لغوه کولو تر ټولو لوی اقدام بللی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته