هلمند کې د پستو باغونه د «شفتې» په نوم ناروغۍ وهلي

اطلاعات روز: هلمند ولايت کې بڼوال وايي، د پستو په باغونو کې یې د شوتې (شفتې) په نوم یو ډول مرض پیدا شوی چې له کبله یې باغونه د وچیدو په حال کې دي.

د دغه ولايت د مرکز بولان سيمې یو بڼوال لعل محمد وايي، چې په خپل باغ کې ۵۰۰ د پستې ونې لري، چې تېر کال یې شاوخوا ۹۰۰ کيلو حاصل ورکړی و، خو سږکال یې تمه شلیدلې ده.

نوموړي وویل: «سږکال یې هیڅ خوند نشته اوس یې حشرات او د شفتې مرضونه کړي، خو د مرضونو د له منځه وړلو لپاره د بازار درمل ورته ګټه نه کوي او نه د کرنې ریاست لخوا درمل راکړل شوي.»

هلمند کې يو شمير نور بڼوال بیا وايي، چې د پستو د باغونو جوړول د نورو کښتونو په پرتله اقتصادي دي او که په سمه ډول يې روزنه وشي د کروندګرو اقتصادي وضعيت به ورسره پر پښو ودريږي.

د دې ولايت د نادعلي ولسوالۍ يو اوسيدونکی علي احمد هم سږکال د پستو په باغونو کې له راپيدا شویو ناروغيو څخه انديښمن دی او زياتوي چې که د کروندګرو سره د طالبانو حکومت مرسته ونه کړي په دې ولايت کې به ټول د پستو باغونه له منځه ولاړ شي.

هغه زیاته کړه: «یاد باغونه د کوکنارو غوره بدیل دي دا چې اوس ناروغۍ پکې پیداشوې د دغو ناروغيو له امله به اوسني باغونه هم له منځه ولاړ شي.»

بلخوا بیا د هلمند کرنې ریاست کې د نباتاتو د ساتنې د عمومي مدیرت د افتونو او امراضو د برخې طالب مدیر نظرګل عظمي د پستو په باغونو کې د شفتې ناروغۍ تاییدوي او لامل يې د عامه پوهاوي نشتون یادوي.

نوموړي وویل: «واقیعاً د پستو باغونو د موسم په تغیر سره د شفتې مرضونه کړي او که چیري یاد بڼوال موږ ته مراجعه وکړي موږ د شفتې لپاره مشخص درمل لرو چې د نسخې مطابق استعمال سره به یې د باغونو مرضونه ورک شي.»

په دې ورستيو څو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې کروندګرو د پستې باغونو جوړولو ته مخه کړې او پر هغو ځمکو یې د بستې باغونه جوړ کړي چې پخوا یې پکې کوکنار کرل.