هلمند او ارزګان کې برمو ته د درې لوېدلیو ماشومانو له ډلې یو مړ او دوه ژغورل شوي

اطلاعات روز: د هیواد په سویل هلمند او ارزګان ولایتونو کې په دریو جلا پیښو کې درې ماشومان د اوبو برمو ته لوېدلي وو، چې له ډلې یو مړ او دوه ژغورل شوي دي.

د هلمند لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور مرستیال محمد قاسم ریاض وایي، چې پرون (جمعه، ۱۶ د چنګاښ) د دې ولایت په مارجې او سنګین ولسوالیو کې یوه نجلۍ او هلک د اوبو ژورو څاه ګانو ته لویدلي وو.

نوموړی زیاتوي، دواړه ماشومان له څاه ګانو ژوندي رایستل شوي، خو هلک تر را ایستلو وروسته ساه ورکړې ده.

ریاض د ماشومانو د هویت او د څاګانو د ژوروالي په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

ورته مهال د ارزګان لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند بلال ارزګانی وایي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې هم یو اته کلن ماشوم د اوبو ۸۰ متره برمې ته لویدلی و.

هغه وویل، چې دوی په خپلو هڅو ماشوم ژغورلی او اوس یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېرکال طالب چارواکو د ژورو څاګانو مالکانو ته خبر ورکړی و چې د خپلو برمو سرونه پټ کړي.

خو داسې ښکاري چې خلکو دغه امر جدي نه دی ګڼلی او نه هم طالبانو په دې اړه عملي ګام پورته کړی دی.