انځور: خواله رسنۍ

هلمند کې د جنايي جرمونو زياتيدل؛ تېره یوه مياشت کې ۲۲۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو مسوولین وایي، چې په تېره یوه میاشت کې یې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او ولسوالیو کې ۲۲۴ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.

هلمند کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ وياند عزت الله حقاني تېره ورځ (شنبه، ۱۴ د زمري) د رسنیو سره یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، چې دغه کسان د غلا، قتل، اخلاقي فساد، الکترونیکي جرایمو، د غیرې قانوي وسلو کارولو، د نشه یي توکو د پیر او پلور او یو لړ نور جرمونو په تور نيول شوي دي.

نوموړی وایي، نه يوازې دا چې په دې ولايت کې جنايي جرمونو زيات شوي بلکې د نشه یي توکو ۲۰ کارخونې یې هم کشف کړي دي.

هغه وویل: «د نیول شوي کسانو سره ۵ ميله وسلي ، ۸ لاسي بمونه ، ۱۴۲۷ پیره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ ، یوه پایه کورډن مخابره، ۱۵ عرادې موټر سایکلونه، ۵ مبایلونه، ۹۵ زره پاکستانۍ کالدارې نیول شوي دي.»

ورته مهال هلمند میشتي وایي، چې د جنایي پیښو څخه تر پوزې راغلي او هره ورځ لسګونه جرمونه ترسره کېږي.

د هلمند اوسیدونکی ولی الله د کار روزګار نشتون او اقتصادي ستونزې د جرمونو د زیاتیدو اصلي لاملونه ګني. دی وایي، که د خلکو اقتصادي وضعيت ته پام و نه شي راتلونکي کې به د جنايي پيښو اندازه زياته لوړه شي.

د مرکز لښکرګاه یوه بل اوسيدونکی حکمت الله چې څو ورځې وړاندې يې غلو ۲۰ شمسي هندارې له کور څخه غلا کړي وايي، چې څو ځله يې د طالبانو امنيتي کسانو ته د خپلو غلا شویو هندارو په اړه شکایتونه کړی، خو زياتوي چې هغوی د نوموړي د غلا شویو هندار په پيداکولو کې پاتې راغلي.

دی وايي، په دې ولایت کې څه ډول چې اړتیا ده د جنايي جرمونو مخه نه ده نيول شوې او ورځ تر بلې د زياتيدو په حال کې دي.

واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په ټول هېواد کې د بې روزګارۍ او فقر کچه لوړه شوې چې ورسره خلک اړ شوي ترڅو د يوې مړۍ ډوډۍ پیداکولو لپاره په ناوړه کړونو لاس پورې کړي.